یکشنبه، 24 سپتمبر 2023

تګلاره

لومړۍ برخه/ پېژندنه

  • ۱- د دغه ګوند نوم «ودان افغانستان ګوند» دی، چې د لنډیځ لپاره په کړنلار و تګلار، اسنادو، لیکنو او ویناوو کې د «و.ا.ګ» یا «ګوند» په نامه هم یادېږي.
  • ۲- د و.ا.ګ مرکزي دفتر په کابل کې دی او له اړتیا سره سم، د هېواد پر ټولو ولایتو  سربېره د نړۍ په هر هغه هېواد کې، چې افغانان ژوند پکې کوي، دفترونه جوړوي.
  • ۳- د و.ا.ګ نښان راختونکی لمر دی، چې یوه اړخ ته یې «ودان افغانستان» لیکل شوی دی.
  • ۴- د و.ا.ګ بیرغ اسماني- شین رنګ لري چې په کښتنۍ کیڼه څنډه کې یې راختونکی لمر دی او پر بله څنډه یې د ملي بیرغ درې رنګونه (تور، سور، زرغون) په برابره اندازه ښکاري( د ګوند د نښان او بیرغ نورې ځانګړنې په یوه بېله ملپاڼه کې څرګندېږي.)

 

دويمه برخه/ ځانګړنه

  • ۱- و.ا.ګ د وروسته پاتې افغاني ټولنې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري نوې رغاونې سیاسي ګوند دی چې د اسلام د سپېڅلي دین، د افغانستان د اساسي قانون او د ټولنې د غوره ارزښتو درناوی کوي.
  • ۲- د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالی، هېوادنۍ ګټې او د ټولنیز ژوندانه هوسا مدني شرایط د ګوند د سیاست او دیپلوماسۍ یوازېنی معیار دی.
  • ۳- ګوند، سیاسي واک د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په لار کې یوازې تاکتیکي اړتیا ګڼي او هېڅډول ستراتيژیکي ارزښت نه ورته لري؛ د ګوند یوازېنۍ ستراتيژي د افغانستان د خلکو سوکالي ده.
  • ۴- و.ا.ګ د برابرۍ پر بنسټ، د متوازن پرمختګ لپاره کار کوي او د هېواد د وروڼو پرګنو تر منځ هېڅډول قومي، ژبنی، مذهبي او سمتي تبعیض نه مني.
  • ۵- و.ا.ګ د «سراسري اقتصاد» د منځته راوستو لپاره مبارزه کوي؛
  • ۶- و.ا.ګ د ترخو تېروتنو د مخنیوي لپاره د افغاني ټولنې ځانګړتیاوې، د سیمې جیوپولیټیکي حساسیتونه او د هېواد او نړۍ د سیاسي تاریخ ګټورې زده کړې نه هېروي.
  • ۷- و.ا.ګ د افغانستان ټولو خلکو ته د راتلونکي ژوندانه د څرنګوالي په اړه خپله ټاکلې کړنلار ور رسوي او د هغوی د پراخ سراسري ملاتړ په رڼا کې یې د پلې کولو شرایط چمتو کوي.
  • ۸- ګوند له هر ډول چپ او ښي افراطه ځان ژغوري او استدلالي سیاسي مبارزه کوي.

 

درېيمه برخه/ غړيتوب

  • ۱- هر اتلس کلن شوی افغان، چې د ښه نامه او اخلاقو څښتن وي؛ په لېونتوب اخته نه وي؛ د و.ا.ګ کړنلار- تګلار ومني؛ د پلي کولو هڅه یې وکړي او د ناپېیلو او خپلواکو ملي او نړیوالو محکمو له خوا په جنايي جرم تورن نه وي یا یې تور حقوقي ارزښت له لاسه ورکړی وي؛ د و.ا.ګ د غړیتوب له ویاړه برخمنېدای شي.
  • ۲- د هر چا د غړیتوب غوښتنه د جلا غوښتنلیک او د ګوند د دوو غړیو د تایید له لارې کېږي.
  • ۳- د غړیتوب غوښتنلیک د استوګنې تر ټولو نېژدې ګوندي اورګان ته مخامخ سپارل کېدای یا د برېښلیک، فاکس او پوسټ له لارې د ګوند مرکزي دفتر ته لېږل کېدای شي.
  • ۴- د بل ګوند غړی، تر هغې چې د غړیتوب اړیکې ورسره پرې نکړي؛ د و.ا.ګ غړی کېدای نشي.
  • ۵- کېدای شي چې ګوند د غړیتوب ځېنې غوښتنې ونه مني او دلیل یې پټ وساتي.

 

څلورمه برخه/ د غړي دندې

  • ۱- د ګوند هر غړی دنده لري چې د ګوند غوښتنې ژورې وپېژني او د امکاناتو په چوکاټ کې پرلپسې د خپلې علمي او سیاسي پیاوړتیا هڅې وکړي.
  • ۲- هېڅکله په هېڅ ځای کې داسې څه ونکړي چې انسان یا ټولنې ته ځاني- مالي تاوان ور واړوي.
  • ۳- د ګوندي دندو، سپارښتنو او ډسپلین د پلي کولو په لار کې له هېڅ راز هلو- ځلو او قربانیو ځان ونه سپموي.
  • ۴- د هرې هغې پېښې کلکه مخه ونیـسي چې د ګوند یووالي، پیاوړتیا او پرستیژ ته ګواښ پېښولای شي.
  • ۵- که چېرې د ګوند کوم سند، پرېکړه او خپلمنځي پېښه محرمیت ولري، کلکه ساتنه به یې کوي.
  • ۶- د ګوند د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به يې غوښتنې نورو ته رسوي او په ګوند کې به یې د غړیتوب هڅه کوي.
  • ۷- ګوندي انتقاد د شخصیت د ودې مرستندوی وګڼي؛ د مننې په ویلو یې ومني او که اړتیا وه په سړه سینه او ادب څرګندونه وکړي.
  • ۸- که ډېر بېوزله نه وي، هره میاشت ګوند ته پنځوس (۵۰) افغانۍ د غړیتوب ونډه ورکړي.
  • ۹- زده کوونکي د غړیتوب د ونډې ورکړې ته اړ نه دي او محصلان د دغه شمېر ۵۰ ٪ ورکوي.
  • ۱۰- د ګوند هر غړی، چې غواړي له ګونده ووځي، ګوند ته به لیکلې استعفا لېږي.

 

پېنځمه برخه/ د غړي حقوق

  • ۱- د و.ا.ګ هر غړی په ګوندي ټاکنو کې ځان کاندیدولای یا خپل کاندید ته ازاده رایه ورکولای شي.
  • ۲- د ګوند هر غړی، چې د خپلې علمي او سیاسي پیاوړتیا پوره هڅې وکړي، په مبارزه کې غښتلی او زیارکښ وي او د کړنلارې و تګلارې ټولې غوښتنې یې پر ځای کړې وي، د ګوند لوړې دندې او چارې ور سپارل کېدای شي.
  • ۳- د ګوند هر غړی په ګوندي غونډو کې خپل نظر او وړاندیځ په ډاګه څرګندولای شي.
  • ۴- د ګوند د هر غړي (له پورته نه کښته او له کښته نه پورته) پر هغو کړو وړو، چې د کړنلارې یا تګلارې بریدونه یې تر پښو لاندې کړي وي؛ انتقاد کړای شي.
  • ۵- که د ګوند غړی په سیاسي تور بندي شي، مهاجرت ته اړ شي، معیوب شي او سخت بېوزله، ناروغ یا مړ شي او دی یا یې کورنۍ (ماندینه، مېړه او تر اتلس کلنۍ ټیټ لور یا زوی) مالي او مانیزې مرستې ته اړتیا ولري؛ د ګوند د امکاناتو په چوکاټ کې له ملاتړه برخمنېدای شي.
  • ۶- د ګوند هر غړی د کړنلارې و تګلارې پر بنسټ د دلیل په وړاندې کولو ګوند ته د نوي غړي د راتګ په وړاندې درېدلای شي.
  • ۷- که د ګوند غړی، هغه ته ورکړل شوې ګوندي جزا درنه یا بې بنسټه وګڼي، د ګوند له مشـرتابه څخه یې د بیا کتنې غوښتنه کړای شي.

 

شپږمه برخه/ جزا

۱- که د ګوند غړی:

  • ملي خیانت یا د بـشر په وړاندې جنایت وکړي؛
  • د دومره شتمنۍ خاوند شي، چې بې قانوني دلیله یې، تر څرګندې ګټې ډېره وي؛
  • د ګوند د کمزورولو هڅه وکړي؛
  • ناباورۍ ته لمن ووهي؛
  • د مخامخ انتقاد پر ځای د ګوند د غړي د سپکولو پټه هڅه، دسیسه یا پروپاګند وکړي؛
  • په شعوري توګه کړنلار، تګلار او ګوندي پرېکړې تر پښو لاندې کړي؛
  • ورسپارل شوې دنده پر ځای نکړي؛
  • د ګوند کاري بهیر له خنډ سره مخ کړي؛
  • پرستیژ ته یې تاوان ور واړوي؛
  • په درېیو غونډو کې بې دلیله پرلپسې ګډون ونکړي او درې میاشتې بې دلیله د غړیتوب ونډه ونه سپاري؛ له ګونده هرو مرو ویستل کېږي.

۲- که د ګوند له غړي:

  • په ناشعوري توګه کړنلار، تګلار او ګوندي پرېکړې تر پښو لاندې شي؛
  • ورسپارل شوې دنده ترې پاتې شي؛
  • د ګوند کاري بهیر وځنډوي او د ګوند پرستیژ ته تاوان ور واړوي؛ د خبرېدو، نصیحت، لیکني ګواښ، واک ټیټېدو، بېواکه کېدو، موقتي ویستو او دایمي ویستو له پېښو سره مخامخېدای شي.

۳- ګوندي څانګې د پورتنیو څرګندونو په رڼا کې د اسنادو او شواهدو پر بنسټ له ګونده د غړي د ویستلو وړاندیځ کړای شي او مرکزي کومېټه یې په اړه پرېکړه کوي.

 

اوومه برخه/ تشکیلاتي جوړښت

ودان افغانستان ګوند لاندېنی تشکیلاتي جوړښت لري:

  • کنګره
  • مرکزي کومېټه او اړوند کمیسیونونه
  • حوزه یي استازي
  • ولایتي او سیمه ییزې کومېټې
  • مشرتوب

 

اتمه برخه/ کنګره

د و.ا.ګ ستر واکمن جوړښت کنګره نومېږي چې هر څلور کاله وروسته غونډه کوي او لاندېنۍ ځانګړنې لري:

  • ۱- که اړتیاوې، د مرکزي کومېټې یا د ګوند د لږ تر لږه یو جمع نیمايي غړیو او د ګوند د مشر په غوښتنه بېړنۍ کنګره رابلل کېدای شي.
  • ۲- د ګوند غړي کنګرې ته خپل استازي لېږي او که غوښتنې او وړاندیځونه ولري، د هغوی له لارې یې په کنګره کې څرګندوي.
  • ۳- د ګوند کادرونه او د ګوند د غړیو استازي د کنګرې غړي دي.
  • ۴- د ګوند مشر د کنګرې د چارو مشري پر غاړه لري.
  • ۵- که د ګوند مـشر ناسوب، ناروغ، زنداني، مسافر، مـهاجر، ګوښه، مستعفي یا مړ شي؛ د ګوند لومړي مرستیال ته د کنګرې مشري ور سپارل کېږي.
  • ۶- که د ګوند مشـر او لومړی مرستیال دواړه، د اتمې برخې د پېنځم توک، له یوې پېښې سره مخ شي، د ګوند دویم مرستیال پورتنۍ دنده سرته رسوي.
  • ۷- که د ګوند مشر او دواړه مرستیالان، د اتمې برخې د پېنځم توک، له یوې پېښې سره مخ شي، د ګوند د مرکزي کومېټې په پرېکړه د هغې  یو غړی د کنګرې د چارو مشري کوي.
  • ۸- د کنګرې هره پرېکړه چې د لږ تر لږه یو جمع نیمايي ګډونوالو په خوښه تر سره شي، په ټول ګوند کې قانوني ارزښت لري.

 

په کنګره کې لاندېنۍ چارې سر ته رسېږي:

  • ۱- د ګوند مـشر د مرکزي کومېټې ګزارش وړاندې کوي او که اړتیا وي، بحث پرې کېږي؛
  • ۲- د اړتیا له مخې په کړنلار و تګلار کې بدلون راځي؛
  • ۳- د ګوند مشر غوره کوي؛
  • ۴- د مرکزي کومېټې د غړیو شمېر ټاکي او غړي ورته خوښوي؛
  • ۵- د ګوند د دوکترين و تاکتیک پرېکړه کوي؛
  • ۶- د مهمو ملي پېښو په اړه د ګوند لوری- لودن ټاکي؛
  • ۷- د تشکیلاتي جوړښتو د ډېرولو یا کمولو پرېکړه کوي؛
  • ۸- د غړیتوب د ونډې اندازه ټاکي؛
  • ۹- د کنګرې پرېکړه لیک چمتو کوي.

 

نهمه برخه/ مرکزي کومېټه

د ودان افغانستان ګوند مرکزي کومېټه د دوو کنګرو تر منځ د چارو او پرېکړو د ترسره کولو واکمن اورګان دی چې لاندېنۍ ځانګړنې لري:

  • ۱- مرکزي کومېټه تر پېنځه دېرشو غړي درلودلای شي.
  • ۲- د مرکزي کومېټې د غړیتوب موده څلور کاله ده.
  • ۳- که په دغه موده کې د مرکزي کومېټې د غړي یا غړیو څوکۍ د ګوښه کېدو، استعفا او مرګ له امله تشې شي، مرکزي کومېټه د لږ تر لږه یو جمع نیمايي غړیو په خوښه د ګوند بل یا نور غړي ورته راولي.
  • ۴- کمیسیونونه د مرکزي کومېټې په تشکیل کې ځای لري؛
  • ۵- مرکزي کومېټه د خپلو چارو په اړه په اوونۍ کې یو ځل غونډه کوي.

 

د و.ا.ګ مرکزي کومېټه لاندېنۍ دندې او صلاحیتونه لري:

  • ۱- په هر ځای او هر وخت کې عادي او بېړنۍ غونډه جوړولای شي؛
  • ۲- د اړتیا له مخې کنګره بللای شي؛
  • ۳- د کنګرې پرېکړه لیک پلی کوي؛
  • ۴- کنګرې ته ګزارش او وړاندیځونه چمتو کوي؛
  • ۵- د راتلونکې کنګرې چارې سمبالوي؛
  • ۶- د اړتیا له مخې د ګوند د سیاسي فعالیت ښکاره یا پټه بڼه ټاکي؛
  • ۷- د ګوند د مـشر او مرستیالو په نشتوالي کې (که له ګونده ووځي، وویستل شي یا مړه شي.) بېړنۍ پرېکړه کوي؛ له خپلو غړیو یو تن سرپرست ټاکي او وروسته تر هغې د درېیو میاشتو په اوږدو کې د کنګرې د جوړېدو زمینه برابروي؛
  • ۸- که مـشر یا مرستیالان د ګوند له فکري کرښې ووځي او یا د خپلو ځانګړیو ګټو لپاره د ګوند ګټو ته څرګند زیان ور واړوي او د مرکزي کومېټې درې برخې غړي یې د لرې کولو پرېکړه وکړي، نو د ګوند مشري ګوښه کولای شي؛
  • ۹- په څرګند دلیل د رایو په ډېرښت له مرکزي کومېټې څخه یو یا څو غړي ویستلای شي؛
  • ۱۰- له ګوند څخه د غړي د ویستلو پرېکړه کوي؛
  • ۱۱- د ګوند د غړیو پر وړاندیځو او غوښتنو څېړنه او پرېکړه کوي؛
  • ۱۲- د ملي ښېګڼو له په پام کې نیولو سره، دولتي انتخاباتو ته د و.ا.ګ استازي ټاکي؛
  • ۱۳- په ګوند کې د کړنلارې، تګلارې، چارو او ډسپلین د پلي کېدو څارنه کوي؛
  • ۱۴- د ګوند بودیجه او لګښت ټاکي؛
  • ۱۵- د ګوندي کمیسیونو او څانګو کاري بهیر سمبالوي؛
  • ۱۶- د نویو ګوندي اورګانو د جوړښت په اړه پرېکړه کوي؛
  • ۱۷- ګوندي کادرونه ټاکي؛
  • ۱۸- د مرکزي کومېټې پرېکړه ګوندي دستور دی؛
  • ۱۹- که مرکزي کومېټه په پرېکړه کې د موافقو او مخالفو رایو له انډول سره مخامخېږي، د ګوند مـشر غوڅه پرېکړه کولای شي؛
  • ۲۰- د ودان افغانستان ګوند مرکزي کومېټه د ګوند فکري، سیاسي او اداري قرارګاه ده؛ د دې کومېټې هر غړی ځانګړې دنده لري چې پرلپسې خپل علمي- سیاسي ځواک پیاوړی کړي او لږ تر لږه د افغانستان او سیمې اقتصادي جغرافیا، د افغانستان او نړۍ سیاسي تاریخ، اقتصادي، سیاسي او فلسفي سیسټمونه، د سیمې جیوپولیټیک حساسیتونه، د افغانستان په ګډون د درېیمې نړۍ د وروسته والي او شخړو لاملونه او داسې نور هرو – مرو ولولي او ویې پېژني.

 

مالي کميسيون:

مالي کمیسیون د و.ا.ګ د مرکزي کومېټې د لارښوونې په رڼا کې لاندېنۍ مالي چارې سمبالوي:

  • ۱- د غړیتوب ونډې، د خپرونو پلورنه او د ګوند د غړیو او پلویو بسپنې او مرستې د و.ا.ګ مالي سرچینې دي.
  • ۲- و.ا.ګ د هر افغان نامشـروطې مرستې مني.
  • ۳- ګوند د مالي غښتلتیا په موخه خپلې قانوني مالي سرچینې درلودلای شي.
  • ۴- ګوند په عدلیه وزارت کې تر ثبتېدلو خپله بودیجه د مرکزي کومېټې له خوا د دوو ټاکل شویو غړیو په بانکي اکونټ کې زېرمه کوي.
  • ۵- مالي کمیسیون به په هره لګښتي برخه کې سپما په پام کې نیسي.

 

فرهنګي کميسيون:

فرهنګي کمیسیون د و.ا.ګ د مرکزي کومېټې د لارښوونې په رڼا کې لاندېنۍ فرهنګي چارې سمبالوي:

  • ۱- د ګوند د پرلپسې علمي- سیاسي زده کړې د کالني پروګرام جوړول او د هغه پلي کول؛
  • ۲- د کتابتون جوړول او پراخول؛
  • ۳- د ګوندي پالېسۍ په چوکاټ کې د ګوند د فکري لیدلوري د څرګندولو او ټولنیزې فکري ودې لپاره د ورځپاڼې، اېنټرنېټ او داسې نورو رسنیو سمبالول.

 

څېړندوی کميسيون:

که په ګوند کې له کړنلارې و تګلارې سرغړونه وشي؛ د ګوندي دندو او سپارښتنو په پلي کولو کې ځنډ پېښ شي او یا بله داسې ناوړه پېښه یا نیمګړتیا رامنځته شي، چې تر اوسه یې اټکل نه کېده؛ مرکزي کومېټه او ولایتي، ناحیه یي، د ولسوالیو او کلیو کومیټې سملاسي څېړندوی کمیسیون ورته ټاکي چې لاندېنۍ ځانګړنې او دندې لري:

  • ۱- د غړیو شمېر یې درې تنه وي؛
  • ۲- د پېښې او نیمګړتیا هر اړخیزه څېړنه کوي؛
  • ۳- د څېړنې ګزارش له وړاندیځ سره یو ځای اړوندې ګوندي کومېټې ته سپاري؛
  • ۴- اړونده ګوندي کومېټه د ګزارش په اړه پرېکړه کوي او د پورتنیو کومېټو له لارې یې مرکزي کومېټې ته وړاندې کوي؛
  • ۵- د څېړندوی کمیسیون دنده د مرکزي کومېټې تر پرېکړې وروسته پای ته رسېږي؛
  • ۶- څېړندوی کمیسیون د اړتیا له مخې جوړېږي او دایمي نه دی.

 

انتخاباتي کميسيون:

مرکزي کومېټه د اتمې برخې د ((چارو)) د درېیم توک د پلي کېدو لپاره انتخاباتي کمیسیون ټاکي چې لاندېنۍ ځانګړنې او دندې لري:

  • ۱- تر کنګرې درې میاشتې وړاندې ګوند ته د مشر د غوره کېدو خبر ورکوي؛
  • ۲- د کاندیدانو او انتخاباتي بهیر د ټولو شرایطو په اړه کاري طرزالعمل تعمیلوي، چې ځانګړی جوړښت لري.
  • ۳- د ګوند د مشرۍ د کاندید ځانګړنې ټاکي؛
  • ۴- تر کنګرې پېنځلس ورځې وړاندې د وړ کاندیدانو لست بشپړ وروستی کوي؛
  • ۵- په انتخاباتي پړاو کې کنګرې ته کاندیدان ور پېژني او د پټو یا ښکاره غوره کولو تخنیکي بهیر بشپړوي؛
  • ۶- مرکزي کومېټه د انتخاباتي کمیسیون د غړیو شمېر ټاکي؛
  • ۷- د انتخاباتي پړاو تر پای وروسته تر بلې کنګرې پورې د انتخاباتي کمیسیون دنده پای ته رسېږي.

 

لسمه برخه/ حوزه يي استازي

ودان افغانستان ګوند په هېواد کې د ولایتو د زښت ډېروالي له امله د څو ولایتو د ګوندي چارو د پرمخ بېولو او کار اسانولو لپاره حوزه يي استازي ټاکي.

حوزه یي استازي دا دندې او صلاحیتونه لري:

  • ۱- مرکزي کومېټې ته د اړوند ولایتي کومېټو  د مسوولینو د ټاکنې وړاندیځ؛
  • ۲- د ولایتي کومېټو د چارو لارښوونه او څارنه،
  • ۳- په میاشت کې یو ځل مرکزي کومېټې ته د ولایتي کومېټو لیکنی کاري راپور ورکول؛
  • ۴- هر درې میاشتې وروسته د مرکزي کومېټې مالي کمیسیون ته د اړوند ولایتو د غړیتوب ونډو سپارل؛
  • ۵- د ګوند د مشرتابه- مرکزي کومېټې او ولایتي کومېټو تر منځ د پرلپسې اړیکیو ساتل.

 

يوولسمه برخه/ ولايتي او سيمه ييزې کومېټې

  • ۱- د ولایتي کومېټو مسوولین، د سیمې د ګوندي غړیو په سلا، د حوزه یي استازیو په وړاندیځ، د مرکزي کومېټې له خوا ټاکل کېږي؛
  • ۲- د ودان افغانستان ګوند ګردې ولایتي کومېټې د حوزه يي استازیو له لارې د ګوند له مرکزي کومېټې سره اړیکي لري او په ولایت کې د مرکزي کومېټې له لارښوونو سره سم، ګوندي چارې پر مخ بیايي؛
  • ۳- په ولایتي کومېټه کې مشـر، له هغه سره لومړی او دویم مرستیال او د مرکزي کومېټې اړوند ولایتي کمیسیونونه ګوندي چارې سمبالوي؛
  • ۴- ولایتي کومېټې په پورتني ډول د ګوند د مرکزي کومېټې تر لارښوونه لاندې د ناحیو، ولسوالیو او کلیو کومېټې جوړولای شي؛
  • ۵- د کلي ګوندي کومېټه د ولسوالۍ او د ولسوالۍ او ناحیې ګوندي کومېټه له ولایتي ګوندي کومېټې سره اړیکي لري.

 

دوولسمه برخه/ مشري

ودان افغانستان ګوند خپلو هیلو او غوښتنو ته د رسېدو لپاره د ګوندي مشـرۍ د شتوالي اړتیا ویني او د ګوندي ډیموکراسۍ پر بنسټ یې د کنګرې په پرېکړه غوره کوي.

د و.ا.ګ په فکري چاپېریال کې مشـري د ګوند د غړیو او ټولنیزو ګټو په وړاندې د مسوولیت د درانه پېټي پر اوږه وړلو ته ویل کېږي؛ تر دې اخوا، د ګوند او هېواد د سیاسي برخلیک څرنګوالی د ټولو غړیو په انډول او سراسري پرېکړه پورې اړه لري.

 

د ګوند مـشر ته لاندېنۍ دندې ور ترغاړه دي:

  • ۱- د ګوند د فکري، سیاسي، حقوقي، کادري، مالي، ستراتیژیک، تاکتیکي او ډیپلوماټیک بهیر څارنه او سمون؛
  • ۲- د ګوند د ټولو پرېکړو او چارو قانوني مسوولیت منل؛
  • ۳- د مرکزي کومېټې د پرېکړو ارزول او منظورول؛
  • ۴- د ګوند کنګرې ته د مرکزي کومېټې ګزارش وړاندې کول؛
  • ۵- مرکزي کومیټې ته په کړنلار یا تګلار کې د بدلون راوستو وړاندیځ؛
  • ۶- د ګوند په کورنیو او بهرنیو ډیپلوماټیکو اړیکیو، مذاکراتو او غونډو کې مخامخ یا د استازي په مرسته ګډون کول؛
  • ۷- که د ګوند مشـر ناسوب، ناروغ، زنداني، مسافر، مهاجر، ګوښه، مستعفي یا مړ شي، د ګوند لومړی بیا دویم مرستیال پورتنۍ دندې ترسره کوي.

 

د ګوند مـشر لاندېني صلاحیتونه لري:

  • ۱- په بحراني، استبدادي، اختناقي او پټو شرایطو کې بېړنۍ پرېکړې او لارښوونې کړای شي؛
  • ۲- که ګوندي بوختیاوې یې د شخصـي کار مخه نیسـي او له مالي اړتیا سره مخامخېږي، ګوندي امکاناتو ته په کتنه دومره تنخا درلودلای شي چې د چاپېریال په کچه منځنی ژوند ولري؛ په دې برخه کې د ګوند لومړی او دویم مرستیال کټمټ د ګوند مشر ته ورته دي.
  • ۳- مه شه، ګوندي بحث د داسې لانجې برید ته ورسېږي چې د کړکېچ له ګواښ سره یې مخامخ کړي، سراسري ګوندي ټولپوښتنه یا بېړنۍ غوڅه او وروستۍ پرېکړه کړای شي؛
  • ۴- مه شه، ګوند له داسې کړکېچ سره مخامخ شي چې ستراتیژۍ، تاکتیک، پرستیژ، یووالي او شتوالي ته یې ګواښ ورپېښ کړي، بېړنۍ کنګره ور بللای شي؛
  • ۵- د لومړي او دویم مرستیال په ګډون د ګوند د مشرۍ هر پړاو څلور کاله دی؛
  • ۶- د ګوند مشـر د دویم پړاو لباره هم کاندیدېدلای شي؛
  • ۷- که د ګوند مـشر ناسوب، ناروغ، زنداني، مسافر، مهاجر، ګوښه، مستعفي یا مړ شي د ګوند لومړی بیا دویم مرستیال د مرکزي کومېټې په پرېکړه پورتني صلاحیتونه لري.

 

ديارلسمه برخه/ د مشرۍ پای

  • ۱- که د ودان افغانستان ګوند مشر ملي خیانت یا د بشر په وړاندې جنایت وکړي، د ګوند له مشرۍ او غړیتوب دواړو ویستل کېږي؛
  • ۲- که د دومره شتمنۍ خاوند شي چې بې قانوني دلیله یې تر څرګندې ګټې ډېره وي، د ګوند له مشـرۍ او غړیتوب دواړو ویستل کېږي؛
  • ۳- که یوازې له مشرتوبه استعفا وکړي، ګوندي غړیتوب یې خوندي دی.
  • ۴- که نه رغېدونکې ناروغي یې کاري وړتیا له منځه یوسي، مشـري یې پای ته رسېږي، خو ګوندي غړیتوب یې خوندي دی؛
  • ۵- که ومري، مرکزي کومېټه یې پر ځای نوی مشر غوره کوي.

 

 څوارلسمه برخه/ وروستۍ څرګندونې

  • ۱- د ګوند هر غړی د کړنلارې و تګلارې د لوستلو او زده کولو دنده لري؛
  • ۲- له ګوندي ډسپلینه ناخبري د ګوندي سزا مخه نیولای نشي؛
  • ۳- د دې تګلارې ((۱۴)) برخې او ((۱۲۹)) توکه د ودان افغانستان ګوند د سیاسي مبارزې بنسټ دی.

 

کابل- افغانستان
۱۳۸۹ لمریز کال