د ودان افغانستان ګوند (و.ا.ګ) کړنلار
څه غواړو؟
موږ د داسې شاته ساتل شوي ویجاړ هېواد خلک یو چې په هغه کې:
- ۱- د بېکارۍ، بېوزلۍ، ولږې او ناروغۍ له لاسه ځورېږو.
- ۲- نا امني مو هره شېبه ژوند راګواښي او د جګړو اور مو شپه او ورځ سېزي.
- ۳- ستره برخه نالوستي او تیاره پاتې یو او د نوي مدني ژوندانه خورا لومړنۍ اسانتیاوې نلرو.
- ۴- او، تر دا ټولو لا بده دا چې د خپلې راتلونکې په اړه د نهیلۍ خواته روان یو.
له بده مرغه، په یویشتمه پېړۍ کې زموږ هېواد د منځنیو پېړیو یوه تراژیدي بېلګه ده او محروم انسان یې په خورا ناچارۍ ایله د لالهانده او بې لیدلوري ژوندانه ترخې شپې – ورځې تېروي.
دا ځکه چې:
- ۱- تر هر څه لومړی، زموږ اقلیمي- جغرافیايي چاپېریال وچ و زېږدی.
- ۲- بهرنیو تېریو څو- څو ځله هر څه را ړنګ کړي او د جګړو په اور یې را سوي دي.
- ۳- دیکتاتورو واکمنو او شاتګپالو د ټولنې د ویښتیا او پرمختګ مخنیوی د واک ساتنې لنډه لار ګڼلې.
- ۴- روښانه او پرمختګپال ځواکونه مو د جلا ذوقو او کلیشو په لومو کې نښتي او ځېنو ډلو د خپلو ګټو لپاره د بهرنیو کړیو ورانوونکې غوښتنې پلې کړې دي.
موږ د خپلو ځورېدلیو پرګنو یوه برخه یو، دا ټولې ناخوالې په خپلو پوستکیو، غوښو او هډوکیو ژورې احساسوو، د را تر غاړه ناورین ګرد لاملونه په سترګو وینو او له دې پوښتنې سره مخامخ یو چې:
څه وکړو؟
- ۱- زمانې ته سترګې پر لار پاتې شو چې یوه ورځ به هر څه ناڅاپي زموږ له غوښتنو سره برابر راسم کړي؟
که دا لار غوره کړو او د انتظار کونج ونیسو، څوک پوهېږي چې دا موده به کله پای ته ورسېږي او څو نسله به لا نور یو په بل پسې وخوري؟ سربېره پر دې، چېرې ده هاغه بېلګه چې یوه بشري ټولنه له دې لارې خپلو غوښتنو ته پرې رسېدلې وي؟ - ۲- بهرنیو ته سترګې پر لار پاتې شو، چې زموږ دردونه زموږ غوندې احساس او بیا سوکاله او پرمختللی ژوند راته چمتو کړي؟
که داسې کېدای شوای، دا دی څو کاله کېږي چې د میلیارډو پیسو د مرستو ډنډورې هره ورځ غوږونه راکڼوي، نو ولې زموږ پر ټپونو پټۍ ونه لګول شوه او لا پسې وشړېدل؟ - ۳- کورنیو سیاسي کړیو ته سترګې پر لار پاتې شو، چې هېوادنۍ اندېښنه پکې پیاوړې شي او د هېوادنیو ګټو په چوکاټ کې د ټولنیزې ودې، بسیاینې، سوکالۍ او انساني ژوندانه لار را پرانیزي؟
که داسې کېدای شوای، د واک او وسله وال اغېز څښتنو به د پردیو سپارښتنې نه منلای او د خپلو هېوادوالو د وینو او هډوکیو په بیه به یې له سیاسته پیسې نه ګټلای، له واکه لرې بې وسلو جوړښتو او ډلو به هم نننۍ ملي اړتیا پېژندلې وای او هر یو به خپل ذوق و سلیقو پر بېلو لارو نه روانولای.
نه!
موږ له بحرانه د ټولنې د وتلو په هيله د سراب په لیدلو نه تېر وځو.
ځکه چې لوی خدای په قران عظیم الشان کې فرمايي:
ژباړه: په تحقیق سره الله تعالی په هیڅ یوه قوم کې بدلون نه راولي، تر هغې چې هغوی پخپله په خپلو نفسو کې بدلون رانه ولی.
له دې څخه زبادېږي چې موږ له روانې بدمرغۍ د خپل ولس په ژغورلو او د هغه د ژوند په ښه کولو مکلف یو. ودان افغانستان ګوند (و.ا.ګ) پر همدغه بنسټ د ټولنیزو ستونځو د هواري په لار کې د انسان پر رغنده ځواک باور لري او د هغه د را ویښولو لپاره د هېوادژغورنې پوهنیزه- کارنده تګلار وړاندې کوي.
ګوند پرلپسې هڅه کوي چې:
- هېوادوال د خپلې ودې او پرمختګ پراخې هېوادنۍ وړتیاوې او بډايې زېرمې وپېژني.
- د هغوی د ګام پر ګام کارولو په سیستماتیک چوکاټ وپوهېږي.
- د یوې روښانه راتلونکې لپاره یې هیلې پیاوړې شي او په خپل ځواک د هېواد ودانولو کار ته ملا وتړي.
د و.ا.ګ سیاسي لید لوری همدغو موخو ته د رسېدو لپاره د افغاني ټولنپوهنې او نړیوالو سیاسي تجربو په رڼا کې رامنځته شوی او له نویو مهالنیو غوښتنو سره سم، پرلپسې وده کوي.
لیدل شوي، چې دولتي واک تل د سیاسي ځواکونو د پاملرني منځګټی وو؛ نن هم وینو چې زموږ په سیاسي چاپېریال کې بېلابېلې خواوې او ډلې دغې موخې ته د رسېدو لپاره رنګارنګ هلېځلې کوي، ټولنه حیرانه پاتې ده، چې کوم لوری د هغې ریښتینی غمخوری دی او کوم یو به د هغې د پرمختګ لار ور پرانیستلای شي، چې سلګونو ناخوالو ته یې پای ټکی کېږدي؟
دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لنډه لار د ټولنې له اړتیاوو او شرایطو سره د هر سیاسي جوړښت د فکري تګلارې پرتله او د دغه جوړښت ورځنۍ کړنې دي، دا کار د ټولنې په هر غړي پورې اړه لري چې دا هر څه پخپله و ارزوي او پرېکړه وکړي.
و.ا.ګ پر خپل وار ټولنې ته خپله ستراتیژیکي تګلار وړاندې کوي او ډاډه دی، چې هغه به یې پر هېنداره د خپلو ارمانو انځور او د پلي کولو ټولنپوهنیز ریښتینوالی وویني.
«تر هغې چې [ګوند] د اپوزیسیوني مبارزې له لارې خپله ستراتیژي پلې کولای شي، دولتي واک ته د رسېدلو هڅه نه کوي.»
و.ا.ګ له پرګنو سره تیوريکي کار ته زښت ډېر پام ور اړولی او پرلپسې هڅه کوي چې هغوی راویښ شي، روښانه شي او په خپله پرېکړه نوي بدلون ته لار پرانیزي.
ګوند ټول هغه سیاسي ځواکونه، سازمانونه او ګوندونه چې ایډیولوژیک- ستراتیژیک ورته والی او همرنګي ورسره لري، خپل نېژدې فکري ملګري ګڼي او د ګردو د ځواکمنۍ په هیله د یووالي تر بریده د ګډې مبارزې غوښتنه ترې کوي.
د ګوند د مبارزې تاکتیک د دولت په ډیموکراټ یا دیکتاتور چلن پورې اړه لري، که په هېواد کې د ازادې سیاسي مبارزې، غونډو، خپرونو، ویناوو، استدلال، منطق، انتقاد، لاریونو، غوښتنو او انتخاباتو مخه پرانیستې وي، یوازې به د سوله ییزې او ښکاره مبارزې لار پر مخ بیايي او په یوه ډیموکراټ جوړښت کې تر دې اخوا، هر بل ډول چلن انارشیستي، کړکېچن و لانجمن ګڼي او کلکه غندنه او ټینګ مخنیوی یې کوي.
لومړۍ برخه
سياسي سيستم
ودان افغانستان ګوند، د دې حقیقت پر بنسټ چې، افغانستان یو اسلامي هېواد دی، په خپلو پرېکړو، فکري تګلوري او عمل کې د اسلام سپېڅلي احکام په پام کې ساتي او باور لري چې د افغانستان د مسلمان ملت د هوساینې او پرمختګ لپاره هلېځلې د لوی خدای(ج) د رضا او د خلکو د خلاصون لامل ګرځي.
په هره ټولنه کې د ژوندانه د بهیر څرنګوالی له هغه سیاسي سیسټمه سرچینه اخلي چې د چارو واګي یې په لاس کې وي. ودان افغانستان ګوند باور لري چې د یوې ریښتینې انساني ټولنې جوړښت د ډیموکراسۍ له سیاسي سیسټم پرته په هیڅ بل راز سیاسي سیسټم کې اټکلېدای نشي.
هر سیسټم چې تر هر نامه لاندې د ډیموکراسۍ ځای ونیسـي، هغه زورواک دیکتاتور سیسټم دی. د یوه دیکتاتور ځواک له منځه تګ سره به یا ډیموکراسي راشي یا به رانـشي خو، که ډیموکراسي له منځه ولاړه، هرو مرو دیکتاتوري راځي.
دیکتاتوري که په هر رنګ یا نامه وي، له انساني فطرت سره ټکر کوي او د ټولنیزې خوښې پر ځای د ځانګړې ډلې د خوښې څرګندویه ده. ګردې تاریخي- پوهنیزې کتنې څرګندوي چې نوی پرمختللی نړیوال شعور دیکتاتور سیاسي سیسټم نه زغمي؛ موږ له دغه شعور سره همغږي یو او د خپل هېواد د سیاسي برخلیک د ټاکلو په لاره کې د دیکتاتورۍ زغم ته غاړه نه ږدو.
د و.ا.ګ ټوله وړتیا او ځواک به په افغانستان کې د ډیموکراسۍ پر بنسټ ولاړ سیاسي سیسټم د جوړښت و پایښت لپاره کارول کېږي، ځکه تر هغې چې د هېواد سیاسي سیسټم پر همداسې کلکو بنسټو درېدلی نه وي، یوازې په واکمنو پوړیو کې د ځېنو اشخاصو ډیموکراسي پلوه چلن د ډاډ وړ نه دی. یوازې په ډیموکراسۍ کې دا ژمنه تر لاسه کېدای شي چې هر انسان د خپل شخصـي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخلیک د ټاکلو پوره خپلواکي لري، دلته د ډېرو پرېکړه د سیاسي واک معیار او د لږو غوښتنه د پاملرنې او درناوي وړ ده.
په ډیموکراسۍ کې هر سیاسي ځواک خپل مخ د ټولنې په شعوري هېنداره کې لیدلای شي او د منطق و استدلال په چوکاټ کې د ټولیز ملاتړ د ترلاسه کولو ازادي لري. همداراز، هر ډیموکراټ غورځنګ د دیکتاتورۍ د پرځولو او د ډیموکراسۍ د منځته راوستلو او پلې کولو په لار کې د هڅو او مبارزو وړ لارې- چارې غوره کولای شي.
و.ا.ګ په هېواد کې د ټولنیز پرمختګ، ډاډمنې سراسري هوساینې، ازادۍ او ملي یووالي د ټینګښت لپاره د ډیموکراسۍ او سیاسي پلورالېزم پر بنسټ د انتخاباتي سیسټم لپاره مبارزه کوي او په ډیموکراسۍ کې د هر راز انارشۍ، خپلسرۍ او ګډوډۍ کلکه مخه نیسي. سیاسي واک د خلکو د هیلو او غوښتنو د پوره کېدو باوري ځواک دی. دغه ځواک تر هغې پر ځای پاتېدای شي چې نوموړی باور پر ځای وي. د دولت تګلار به د افغانستان د خلکو په خوښه پلې کېږي، هیڅوک د دې خوښې په وړاندې خنډېدای نشي.
اداري جوړښت
ډېر ځله د افغانستان دولتي واکمنو د خپل واک د غځولو لپاره پر خپل وار اداري جوړښت له هېوادنۍ اړتیا پرته پړسولی او نوي وزارتونه، ولایتونه، ولسوالۍ او راز – راز څانګې یې جوړې کړې دي. د دغه سیاست له لارې هڅه شوې او کېږي چې دولتي ماشین لوی ښکاره شي، ټولنه په ولکه کې وساتل شي او د دولتي څوکیو په امتیاز ځینې اشخاص، کړۍ او ډلې ور خپلې کړي او خوښې او بوختې یې وساتي.
د دې تر څنګ، په افغانستان کې دولتي واک یا لږ تر لږه د یوې دندې او څوکۍ درلودو ته زښته توده مینه، تلوسه او سیالي لیدل کېږي. د هېواد په بیروکراټ و ټیکنوکراټ پوړ کې د سیاسي بېلتانه، تاوتریخوالي، کرکې او دوښمنۍ ستر لامل همدغه فاکټور دی چې په بېلابېلو لارو، یو غورځول کېږي او بل یې ځای نیسي، دا ځکه چې له اداري چوکاټه بهر کاري ډګر ډېر تنګ دی، ډاډمنه ګټه په کې نشته او اداري دنده د تنخا تر څنګ د ټاکلي ځواک، امتیاز و پرستیژ نښه ګڼل کېږي. غلا، رشوت او د واک ناوړه کارول د دغه اداري ماشین تر ټولو بده ځانګړنه ده.
ځينو زورورو چارواکو ته رسېدلې څوکۍ یو غنیمت ښکاري او له هغې لارې هڅه کوي، هغومره چې کېدای شي، ناقانونه شتمني وګټي. ګڼشمېر ټیټپوړي مامورین، چې پاک وجدان هم ولري، د زورورو دغه چار- چلن او خپلې وړې تنخا ته له کتلو سره لاس ککړولو ته اړ کېږي. سربېره پر دې خلک په اداري سیسټم کې د زړې بیروکراسۍ له لاسه هره ورځ ځورېږي او د لږ کار لپاره یې ډېر وخت لګېږي.
په اداري څانګو کې بده کاغذ لوبه روانه ده؛ د امر اخیستنې ناوړه دود، د یوه چارواکي د لاسلیک لپاره سندونه تر شپو- شپو، اونیو او میاشتو پورې په دفترو کې ځنډوي. له رشوت، پېژندګلوۍ، اړیکیو او ځانګړې سپارښتنې پرته ډېره سخته یا ناشونې ده چې د چا غوښتنه پوره شي. هغه بېچارګان، چې رشوت ورکولای نشي، اړیکې او پېژندګلوي نلري او یا له لرې پرتو کلیو د ترانسپورټي او مالي نیمګړتیاوو له لاسه ښاري دفترو ته ورتلای نشي، یا بېخي نه ورځي او که ورشي، ډېر ځله نهیلي بېرته ترې راوځي.
و.ا.ګ پورتنیو نیمګړتیاوو ته په کتنه ټینګار کوي چې:
- اوسنی پراخ اداري جوړښت هېواد ته سخت مالي زیان پېښوي.
- د ملي بودیجې ډېره برخه یې پرې لګېږي او د اقتصاد ملا یې ورماتوي.
ګوند د دغو نیمګړتیاوو د له منځه وړو لاندینی پلان وړاندې کوي:
- ۱-په دولتي، شخصي او ګډو اقتصادي، تولیدي سکټورو کې دې کاري ډګر پراخ کړای شي چې د دولتي- اداري پړسوب مخه ونیسـي او له اداري دندو سره د تلوسې ګراف راټیټ کړي.
- ۲-د استوګنو سیمو او اداري څانګو تر منځ دې ترافیکي اړیکې سم و چټک شي چې خلک په لنډه موده کې دولتي ادارو ته ور ورسېدلای شي.
د دغه پلان په پای کې د دومره ګڼشمېر وزارتو، ولایتو، ولسوالیو او په هغوی کې د بېشمېره څانګو د شتوالي اړتیا له منځه ځي او په اوسني ارت و پراخ اداري جوړښت کې د غوڅ کمي او لنډون راوستلو لار پرانیستل کېږي. و.ا.ګ، اداري پاکوالی د جګپوړو دولتي چارواکو د کار په پاکوالي کې ویني.
هېواد تر هر چا لومړی پاک، پوه، مینه ناک او زړور دولتمشـر او د ده تر څنګ، له همدغو ځانګړتیاوو سره سم مرستیال، وزیرانو، والیانو او د ادارو مشرانو ته اړتیا لري. کېدای شي دغه شمېر دوو سوو تنو ته ونه رسېږي، خو همدغه محدود شمېر، یوه داسې پاکه، اغېزناکه او د غښتلي ډسپلین اداره جوړولای شي، چې هېواد له روانې بدمرغۍ وژغوري.
ګوند په داسې اداره کې لاندیني معیارونه غواړي:
- ۱- له دولتمشره تر ماموره دې ټولو ته د ورځنیو اړتیاوو او رتبې له مخې تنخا وټاکل شي.
- ۲- دسترخاني لګښتونه او هر رنګه مالي امتیازونه دې له منځه ولاړ شي.
- ۳- دفترو ته دې د فیشني توکیو او ګرانبیه موټرو د پېرودلو کلکه مخه ونیول شي.
- ۴- تر دندې وړاندې، په دنده کې او تر دندې وروسته دې د چارواکیو او د هغوی د خپلوانو شتمني وشمېرل شي.
- ۵- په اداري سیسټم کې دې کلکه پوښتنه، څرګند ځواب او ورسره وړ سزا او ستاینه رامنځته شي.
- ۶- کاري وړتیا او اداري ډسپلین دې د کادري سیاست یوازینی معیار وګڼل شي.
- ۷- د دفترواکۍ، کاغذلوبو او امر اخیستنې وروست سیسټم دې په نوي- کمپیوټري چټک اداري سیسټم واړول شي.
- ۸- د ادارو مشران دې د څانګو د کاري بهیر څارونکي او یوازې د قانوني نیمګړتیاوو موندونکي او سموونکي وي نه دا چې هر څه د دوی په لاسلیک پورې اړه ولري، خو له هېڅه دې خبر نه وي.
په دغه اداري سیسټم کې چې ((و.ا.ګ)) یې غواړي، قانون د هر کارکوونکي مخ ته پروت دی او هر کارکوونکی د خپل کار په چوکاټ کې د همدغه قانون د لارښوونې له مخې پخپله چارواکی، د کار ترسره کوونکی او د مسوولیت خاوند دی. د همداسې اداري جوړښت په رڼا کې به د خلکو او دولتي ادارو تر منځ مخامخ اړیکي منځته راځي او خلک به د دولت له کړنو او د هغوی له هر رنګه پایلو سیده خبرول کېږي.
و.ا.ګ د هېواد د سیاسي ټولنپوهنې په رڼا کې د هېوادنیو چارو د سراسري سمبالونې او هر راز اداري خپلـسریو، ګډوډیو او سیمه ییزو اقتصادي توپیرو د مخنیوي لپاره د مرکزي ادارې د پیاوړتیا غوښتنه کوي. همدا راز، د هېواد د ترخو تاریخي تجربو علمي څېړنه او ارزونه راښيي چې په وروسته پاتې اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري شرايطو کې د واک ګټلو ناوړه تنده او سیالي، ملي تراژیدي پېښوي او په بشپړه توګه له مدني چوکاټو وځي.
ګوند د همدې ژورې اندېښنې له مخې د پیاوړي اقتصادي جوړښت په رڼا کې د سیاسي ګوندو او مدني شرایطو تر ودې او پوخوالي پورې د ریاستي نظام تر ادارې لاندې د واک عادلانه توازن غواړي. د دې غوښتنې سیاسي منطق دا دی چې د نابالغو کړیو تر منځ د سیاسي پرېکړو پر سر د لانجو پرلپسې اوږدوالی بېځایه د هېوادني پرمختګ د عملي کار پروسه ځنډوي؛ ګوند اوسنیو کړکېچنو شرایطو ته په کتو په یوه واکمن ولسمشریز سیسټم کې د دغه ځنډ مخه نیـسي او د رېښتینې ډیموکراسۍ لپاره، لومړی د هغې اقتصادي او کلتوري بنسټونه پر پښو دروي.
هله چې نوموړی پړاو بشپړ شي، سیاسي شعور وده مومي او ټولنه به پخپله د خپل راتلونکي اداري نظام د څرنګوالي پرېکړه وکړي. ګوند سپارښتنه کوي چې یوازې پاک، اغېزناک او غښتلی اداري جوړښت هېواد ودانولو او د هغه پرمختګ ته لار پرانیستلای شي.
دويمه برخه
اقتصادي سياست
اقتصادي کمزورتیا د هر ډول بدمرغیو مور او پیاوړتیا یې د هر ډول پرمختګ لومړنی بنسټ دی. ګوند تر هر څه وړاندې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا غوښتونکی دی او باور لري چې یوازې د پیاوړي اقتصاد پر بنسټ د نورو اسانتیاوو لار پرانیستل کېدای شي.
د هېواد په اوسنیو ویجاړو اقتصادي شرایطو کې د دولتي، شخـصي او ګډ اقتصاد درې واړه څانګې خپل ټاکلی رغاونیز ارزښت لري او درېواړو ته د نوې رغاونې او هېوادنۍ ودې په لار کې ژوره اړتیا ده. غرونه، غونډۍ، لمنې، بېدیاوې، ورشووې، ځنګلونه، وحشـي ژوي، لرغونې نښې، جیولوژیکي زېرمې، سیندونه، ترافیکي لارې، هوايي هډې او ګومرکي بندرونه د دولت شتمني ده.
ګوند په خپله اقتصادي ستراتيژۍ کې د انسان (( وړتیا او اړتیا)) دواړو ته پوره کتنه کوي، د هغه ځاني ګټې او فطري غوښتنې یې بشپړې په پام کې نیولي او د اقتصادي ودې په بهیر کې یې د پوره کېدو ټولې لارې ور پرانیستې دي. ګوند غواړي چې د ټولنې د هر غړي فطري لومړنۍ اړتیاوې او غوښتنې دې بې توپیره بشپړې ور پوره شي او ګرد هغه خنډونه دې له منځه ولاړ شي چې د دغو غوښتنو مخه نیسي. په بله وینا، ټول انسانان خپلو فطري غوښتنو ته د رسېدا برابر حقوق لري، تر دې اخوا، ټولنیز توپیر د ټولنیز ژوندانه نه هېرېدونکې اړتیا ده.
هر څوک به د خپلې وړتیا، ارادې او هڅې له مخې په ټولنه کې ځانګړی ځای نیسي؛ له خپلې وړتیا سره سم کار به کوي او وړ حقوق به لاس ته ور وړي. ګوند په خپل اقتصادي سیاست کې هر چاته د خپلې وړتیا کارولو، ارادې څرګندولو او هڅې ازمېیلو بشپړه خپلواکي، اسانتیا او وړ ټولنیز شرایط په پام کې نیولي، هر څوک په دغه ډګر کې بې توپیره برخه اخیستای او ځانګړي اقتصادي پوړ ته رسېدای شي.
و.ا.ګ مني چې په ټولنه کې اقتصادي طبقاتي توپیر شته، خو د هغوی تر منځ د ټکر پر ځای یې د متوازنې ودې لپاره هڅه کوي، له دې سره به په ټولنه کې د ولږې، بېوزلۍ او مالي تنګسیا ټولې لارې تړل کېږي او داسې شرایط به رامنځته کېږي چې د ټولنې هر غړی یې لږ تر لږه د دومره مادي شتمنۍ او اقتصادي سرچینې خاوند وي چې ټولنیز شخصیت یې له ګواښ سره مخامخ نشي او پر خپل سوکاله ورځني او راتلونکي ژوندانه پوره ډاډ ولري.
دولت به د هېوادنیو ګټو د ساتنې او ژغورنې لپاره د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا علمي لارې- چارې رامنځته کوي، د اقتصادي څانګو تر منځ به وړ سیالي هڅوي او د ټولو اوسنیو روانو ناخوالو، انحصار، قاچاق، ناوړه ګټو، اداري ټګیو او ګومرکي درغلیو کلکه مخه به نیسي. د اقتصادي نوې رغاونې په بهیر کې تر هر څه لومړنۍ پاملرنه په هېواد کې د توليدي اقتصادي بنسټو منځته راتګ و پیاوړتیا ته ور اړول کېږي، په دې برخه کې به د ملي ګټو په چوکاټ کې کورنیو او بهرنیو پانګونو ته ټولې لارې پرانیستل کېږي او د بهرنیو وارداتي توکیو پر وړاندې به د کورنیو تولیدي توکیو پوره ملاتړ کېږي.
لکه مخکې چې وویل شول، د ټولنیزې ودې او پرمختګ په هره برخه کې اقتصادي ځواک لومړنی ګام دی؛ د دغه ځواک د لاسته راوړو لارې- چارې او سرچینې د هرې ټولنې او هېواد په ځانګړیو شرایطو پورې اړه لري. افغانستان هم د خپلو بېلا بېلو وړتیاوو له مخې د اقتصادي ودې ځانګړي شرایط او ټاکلې سرچینې لري.
ګوند، له نویو علمي معیارو سره سم، له دغو شرایطو او سرچینو په سیستماتیک ډول د ګټې اخیستو غوښتنه کوي او د اقتصادي ستراتیژۍ لاندینۍ لنډې او اسانې لارې- چارې وړاندې کوي.
کرنيز سکټور
و.ا.ګ د خپلو اقتصادي– ټولنپوهنیزو کتنو، څېړنو او هر اړخیزو ارزونو په پای کې پوره باوري شوی چې ((د افغانستان د نوې رغاونې لار له کروندو تېرېږي.))
ګوند، د افغانستان په اقتصاد کې د کرنیز سکټور د نویوالي او پراختیا لومړیتوب ته د لاندینیو لاملو له مخې پام ور اړوي:
- ۱- د افغانستان د اوسېدونکیو په سلو کې تر اتیا ډېر د کرنې له لارې ژوند کوي.
- ۲- کرنیز سکټور پر خپل اقتصادي اړخ سربېره، په افغانستان کې د ټولنیزې وزګارۍ د له منځه وړو بنسټیزه او لومړنۍ لار ده.
- ۳- د افغانستان د اقتصادي ودې تر ټولو لنډه او ارزانه لار له کرنې پیلېږي چې د صنعتي ودې لپاره د یو شمېر اومو توکیو په ګډون د بودیجې اسانتیاوې برابرولای شي.
- ۴- تر هر څه له مخه د انسان لومړنۍ اړتیاوې د ډېرې پاملرنې وړ دي او د دغو اړتیاوو ستره برخه د کرنې له لارې پوره کېدای شي.
- ۵- د افغانستان ځانګړي اقلیمي شرایط (اوږد دوبی او تودې لمر وړانګې) د کرنیزې ودې غوره وړتیا لري او د لوړ کیفیت کرنیز توکي پکې کرل کېدای شي.
- ۶- کتنې ښيي چې هېواد د شتو بېځمکو او لږځمکو کروندګرو کورنیو د غوښتنو په پرتله، دومره پراخې ناکرلې دولتي بېدیاوې او اوبه لري چې د ټولو تر اړتیا ډېرېږي.
- ۷- د چاپېریال ساتنې تر ټولو غوره لار د کرنې پراختیا ده.
په هېواد کې اوسنۍ کرل کېدونکې ځمکه ورځنیو اړتیاوو ته ځواب ویلای نشي. د کالني وګړزېږ (تولداتو) په پرتله، د کروندو پراختیايي ګراف خورا ټیټ دی، دا ستونځه اقتصادي کمزورتیا او وزګارتیا پېښوي او د بېلا بېلو ټولنیزو ستونځو پیدایښت ته لار پرانیزي. دغو ستونځو ته د پای ټکي ایښودلو لپاره، په ټول هېواد کې د کرنیز سکټور په اړه یوه هر اړخیز پراخ ملي سیاست ته اړتیا ده.
لکه مخکې چې وویل شول، افغانستان د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره پوره ناکرلې ځمکه او اوبه لري؛ د دغو دواړو د کارولو لپاره ښايي دولت لاس په کار شي چې قانوني- تخنیکي اسانتیاوې یې برابرې کړي، ځکه چې خلک له دولتي ملاتړ پرته یوازې دا کار سر ته رسولای نشي.
دولت به په هغو سیمو کې د کرنیزو پروژو د منځته راوړو کار پیلوي، چې د اقتصادي ارزښت له پلوه لومړیتوب لري؛ سیندو ته نیژدې دي او په لږ لګښت کانالونه ور تېرېدای شي. و.ا.ګ د اوبو د بندو او کانالو پر جوړولو کلک ټینګار کوي او بشپړ زیار ګالي چې هېوادني سپېره ډاګونه لوېشت- لوېشت کرلو ته چمتو او پر بېوزلو کروندګرو ووېشل شي.
د کرنیزو پروژو د بشپړولو لپاره به دولت د هرې پروژې سروې بشپړوي او خپله ډېره برخه مالي ځواک به ورته ځانګړی کوي. دولت دنده لري چې د دودیزې کرنې پر ځای د میکانیزه کرنې اسانتیاوې برابرې کړي او د کرنیز سکټور د ودې لپاره د کرنیزو محصولاتو د صنعت او بازار لار پرانیزي.
هره کرنیزه پروژه به تر بشپړتیا وروسته له کرنیزو وسیلو سره یوځای د اوږدې مودې داسې پور په بدل کې پر کروندګرو وېشل کېږي چې د دواړو اړخو اقتصادي ښېګڼې خوندي کړای شي. د ځمکوېش بهیر به یوازې د دولتي ځمکو په برخه کې پلی کېږي. هر کروند ګر ته به په نویو کروندو کې دومره ځمکه ورکول کېږي چې اړتیا ورته لري او بشپړه یې کرلای شي.
د ځمکې خاوند به دولت ته ټاکلې کالنۍ مالیه ورکوي. دولت د مالیې د پیسو پر بنسټ د کروندګرو د تقاعد قانوني مسوولیت پر غاړه اخلي. د غلو، دانو، سبو او مېوو د ساتنې او بېځایه له منځه تګ د مخنیوي لپاره به له علمي معیارو سره سمې زېرمې جوړېږي.
ګوند هڅه کوي د کرنې، رېبنې او ټولونې په ورځو کې لرغونی دودیز ((حـشر)) ژوندی وساتي او پیاوړی یې کړي. په کورنیو کې د ځمکې د شتمنۍ سند په مېړه او ماندینه دواړو پورې اړه مومي او هر یو د خپلې برخې خاوند ګڼل کېږي. نوې وېشل شوې ځمکه به شخـصي بدلېدونکې شتمني وي، خو پلورل کېدای به نشي. د کروندګرو کورنیو ځمکه هغو لوڼو- زامنو ته میراث پاتېږي چې غواړي ویې کري.
هر کروندګر ته ورکړل شوې ځمکه چې درې کاله سر پر سر ناکرلې شاړه پاتې شي، بېرته ترې اخیستل کېږي. دولت به د کرنیزو محصولاتو د ډېروالي، ښه والي، او سمې ساتنې نوې پوهه پراخوي؛ د کروندګرو د خبرولو پروګرامونه به پر مخ بیايي؛ د سیمو بېلابېلو غوره اقلیمي کرنیزو وړتیاوو ته به یې پام ور اړوي او د طبیعي ناخوالو پر وړاندې به یې مرسته او ملاتړ کوي.
همدا راز، اړتیا ده چې د کرنیزو ازمېیښتو په مرسته له بهره د هغو بېلابېلو بوټو او نیالګیو راوړنه، کرنه او دودونه پیل شي چې لا تر اوسه په هېواد کې پېژندل شوي نه دي. کرنه د اقتصاد بشپړ شخصـي سکټور دی او کروندګر له نشه یي توکو پرته د ګردو بوټیو په کرلو کې بشپړ ازاد دی.
یوازې دولت د فارمسي اړتیاوو له مخې تر کلک څارنده رژیم لاندې د مخدرو بوټیو د کرلو واک لري. و.ا.ګ ډاډه دی چې د نوي کرنیز سیسټم له جوړېدو سره به هېوادنۍ خوراکي اړتیاوې په سلو کې سل بشپړې او پاتې برخه به بهرنیو بازارو ته لار ومومي. همدا راز به ګوند ټولې هغه دولتي او شخصي ځمکې چې له ۱۳۵۷ ل کال را په دېخوا په زور نیول شوي؛ بېرته وګرځوي.
په کرنیزو ځمکو کې به د ودانیزو چارو کلک مخنیوی کېږي؛ یوازې به دولت د ملي- ستراتیژیکو پروژو د سختې اړتیا له مخې په ځینو برخو کې ځانګړې پرېکړه کړای شي. کروندګرو کورنیو ته به د کروندو تر څنګ په هغو نیژدې ځمکو کې د کور جوړولو پروژې ټاکل کېږي چې د کرنې وړ نه وي. کروندګر به د کور جوړولو په ترڅ کې له اوږدمهالو پورو، ارزانو او ستاندارد ودانیزو توکیو او اینجینري اسانتیاوو برخمن کړای شي.
کرنیز ښارګوټي به د نویو پرمختللیو ښارو په څېر، په څښاک اوبو، برېښنا، کانالېزاسیون، پخو سړکو، پلورنځیو، کتنځیو، وړکتون، ښوونځي، تېلیفون، پوست، بانک، پارکو او داسې نورو مدني اسانتیاوو سمبالېږي.
د ژويو روزنې پروژې
د کرنیز سکټور له ودې سره د ژویو د خوړو پراخې زېرمې منځته راځي، دغه زېرمې په خپل وار د ژویو ډېرښت و پراختیا ته اسانتیاوې برابرولای شي. دولت دنده لري چې د څارویو، چرګانو، شات- مچیو، کبانو، ورېښم- چینجیو، او داسې نورو د روزنیزو پروژو د جوړښت ټول اړوند شرایط چمتو کړي. دا پروژې که یو خوا د انساني خوړو سرچینې دي، بلخوا په صنعتي ډګر کې د اومو توکیو پراخې زېرمې ګڼل کېږي.
سره له دې چې په افغانستان کې د ژویو دودیزه روزنه روانه ده، خو د ودې او پراختیا لپاره یې په ویترنري او خوراکي برخو کې نویو پروګرامو ته اړتیا ده، ځکه هر کال د بېلابېلو ناروغیو او ولږې له لاسه زښت ډېر ژوي له منځه ځي او د شتو ژویو ډېره برخه هم نا اصلاح شوې او په ټیټ څرنګوالي کې پاتې ده.
د څاروي روزنې په برخه کې د کوچیو ونډه د ډېرې پاملرنې وړ ده؛ دوی د دغې اقتصادي څانګې په ژوندۍ ساتلو کې لویه چاره سر ته رسوي؛ د دې برخې د لا پیاوړتیا لپاره، دولت د هر اړخیزې پاملرنې او هر ډول مرستو د ور رسولو دنده لري، دا خکه چې کوچي پرلپسې د څړځیو، درملو، ترانسپورټ او داسې نورو له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي او د کالني تولید ګراف یې مخ پر کښته روان دی.
اېنرژي
سره له دې چې افغانستان د اېنرژۍ د څو ډوله پراخو سرچینو بډای خاوند هېواد دی، خو د لګښت په برخه کې یې خورا بېوزله او هغه هم په بهرنیو بازارو پورې تړلی دی. زموږ په هېواد کې د اوبو، لمر وړانګو او باد له ځواکمن پوتانسیله هومره ډېره برېښنا تولیدېدای شي چې پر کورنۍ اړتیا سربېره، بهر ته هم لېږدېدلای شي. له دې سره، دلته د سکرو، ګازو، نفتو او یورانیومو دومره ډاډمنې زېرمې دي چې د سونتوکیو د کورنۍ اړتیا تر کچې څو- څو ځله ډېرېږي.
ټول پوهېږو چې له اېنرژۍ پرته صنعت او نوي مدني ژوندانه ته رسېدل ناشوني دي. ګوند همدغې اړتیا ته په هر اړخیزه پاملرنه، غواړي چې د پورتنیو اېنرژیتیکي سرچینو بېلابېلې څانګې د ملي ګټو په چوکاټ کې وکارول شي او ژر تر ژره د برېښنا او سونتوکیو په برخه کې د هېواد بسیاینې بهیر چټک کړای شي.
ترانسپورټ
نیمګړي ترانسپورټي سیسټم د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې بهیر ټکنی کړی دی. و.ا.ګ د خپل اقتصادي سیاست په رڼا کې د ځمکني او هوايي ترانسپورټي سیسټمو پراختیا ته زښته پاملرنه کوي او غواړي د هېواد ټولې نېژدې او لرې سیمې له ښارو سره وتړل شي.
سربېره پر دې، ښايي په سیمه کې د افغانستان له ستراتیژیکو ځانګړتیاوو ګټه واخیستل شي او د ګاونډیو هېوادو تر منځ د ترانزیټي پله بڼه ومومي، په دې برخه کې ګردو سوداګریزو بندرو ته ریل پټلۍ غځول د ګوند څرګنده غوښتنه ده.
ټېکنالوژي
سره له دې چې په افغانستان کې د صنعتي سکټور د ودې ارزښتمنې وړتیاوې شته، خو دغه وړتیاوې کارول شوې نه دي او هېواد په دې برخه کې لا د نړۍ په خورا وروسته پاتې هېوادو کې شمېرل کېږي. دغې نیمګړتیا له افغانستان څخه د بهرنیو صنعتي محصولاتو مارکیټ جوړ کړی او د هر ډول ورځنیو صنعتي غوښتنو د پوره کېدا لپاره یوازې او یوازې بهرنیو صنایعو ته لاس ور غځوي؛ دا ستونځه او نیمګړتیا پر ملي اقتصاد خورا ناوړه اغېز لري او لرې کول یې بېړنۍ هلېځلې غواړي.
و.ا.ګ دې نیمګړتیا ته په ژوره پاملرنه هڅه کوي چې د هېواد د صنعتي کولو په لار کې کورنیو او بهرنیو پانګو ته د کار ډګر پرانیستل شي او له صنعتي هېوادو سره د اقتصادي اړیکیو او تړونو د پراخولو له لارې په هېواد کې د چټک ټکنالوژیک تولیدي اقتصاد بنسټونه رامنځته شي.
دولت به په دغه لړ کې تر هر چا وړاندې په خپلو مالي وړتیاوو د سپکو صنایعو فابریکې جوړوي او د بېړنیو اړتیاوو لکه خوراکتوکیو، رخت، درملو، ودانیزو توکیو او داسې نورو تولید به پیلوي؛ په دویم پړاو کې، چې دولت له مالي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي، د درنو صنایعو په برخه کې به پانګونه کوي. شخـصي سکټور ته د پورتني پلان سپارښتنه نه کېږي، هغه د خپل مالي ځواک په چوکاټ کې د سپکو او درنو صنایعو دواړه ډوله فابریکې سملاسي جوړولای شي. په صنعتي ټیکنالوژیک بهیر کې به د دودیزو صنایعو د مانوفاکټورو د پایښت او ودې ملاتړ کېږي.
کانونه
د یو شمېر لنډو او سر- سري جیولوژیکي څېړنو په ترڅ کې، چې تر اوسه په افغانستان کې ترسره شوي، څرګنده شوې چې دا هېواد د ډول- ډول کانو له پلوه خورا شتمن دی. نورې هراړخیزې پلټنې دا ډاډ لا پیاوړی کولای شي، چې دلته پر منرالي کانو سربېره، پراخې انرژیتیکي زېرمې شته، ځکه چې دا هېواد د نفتي سیمې په کړۍ کې پروت دی.
و.ا.ګ د ملي اقتصاد د ودې او ځواکمنۍ لپاره د جیولوژیکي څېړنو او د کانو د راوېستلو په لار کې د ټولو امکاناتو د کارولو لپاره د اسانتیاوو د چمتو کولو غوښتونکی دی. ګوند غواړي چې د اومو کاني توکیو د پروسس ټولې چارې په هېواد کې دننه ترسره شي.
توريزم (ګرځندوی)
افغانستان د نړیوالو لپاره، یو په زړه پورې هېواد دی؛ د اقتصادي ودې په برخه کې د دغه فاکټور د سمې کارونې لپاره اړتیا ده، چې د توریزم په اړه، د هغو شرایطو سمون ته بېړنۍ پاملرنه وشي چې هېواد ته د سیلانیو د راتګ لار هواروي.
ګوند د توریزم وده د اقتصاد په برخه کې یوه بډایه سرچینه او همدا راز د کلتورو د پېژندګلوۍ تر ټولو لنډه لار ګڼي. د ډاډمن امنیت ټینګښت، د وېزې د ورکړې د چارو اسانتیا او وروسته یې د نه اړتیا له مخې د له منځه وړو پرېکړه او د هوټلو پراختیا د توریزم له ودې سره مرسته کوي.
بانکونه او بوديجه
و.ا.ګ په هېواد کې د هر ډول بانک د جوړېدو او کار پلوي دی؛ چې د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې برخه واخیستلای شي. هیڅ بانک به «د افغانستان بانک» له خبرتیا او خوښې پرته په خپل سر مالي چارې نه تر سره کوي. د پیسو لېږد-رالېږد به د بانکو له لارې سرته رسېږي او د تور بازار ور به تړل کېږي.
د اېنفلاسیون او ډېفلاسیون د مخنیوي او پیسو نرخ د پر ځای ساتلو لپاره به د مالي پلان له مخې کالنۍ ملي بودیجه ټاکل کېږي. دولت به د ګردو اقتصادي چارو ټاکلې مالیه اخلي او د ټول هېواد د ښېګڼو په لار کې به یې کاروي. هر دولتي اورګان به د خپلو مالي اړتیاوو او لګښتو څرګند شمېر ښيي.
د ګردو دولتي اورګانو د مالي چارو د ارزونې لپاره د شمېرلو پاکې، کارنده او خپلواکې ادارې ته اړتیا لیدل کېږي. دا اداره به د هر دولتي اورګان کالنۍ بودیجه، ګټې او لګښتونه ارزوي او کلکه پوښتنه به یې کوي.
سوداګري
د تولیدي اقتصاد بېساري کمزورتیا، په افغانستان کې د سوداګریز لـېږد-رالېږد (Export-Import) بېلانس له منځه وړی او د پلورلو په پرتله د پېرودلو کچه خپل وروستي پړاو ته رسېدلې ده. د سوداګرۍ دغه یو ا ړخیزه بڼه د هېواد مالي ځواک ورځ تر ورځې لاځپي او د ملي اقتصاد د ودې بهیر له سختو ستونزو سره مخامخوي.
و.ا.ګ د اقتصادي پیاوړتیا د سمبالولو او په دې اړه د سوداګرۍ د رول د چټکولو په هیله ټینګار لري چې مخکې تر هر څه، افغانستان د بهرنیو صنایعو له یو اړخیزې اړتیا خپلواک شي او یوازې د دغو صنایعو د مارکیټ بڼه و نلري. دا کار هله کېدای شي چې هېواد د توليدي اقتصادي بنسټو خاوند شي او کورنیو اړتیاوو ته پر ځواب ویلو سربېره په سوداګرۍ کې د لېږد (Export) وړتیا ترلاسه کړي.
همدا راز، په نړیوال سوداګریز بازار کې، د افغانستان د برخې اخیستنې لپاره، د تولیداتو ستاندارد نندارتون جوړولو، تجارتي اعلانو او تړونو په ګډون ټولو هغو هڅو ته اړتیا ده چې دغه بهیر غښتلی کړای شي. په سوداګریزه پالیسۍ کې به تر هر څه له مخه د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته پام ور اړول کېږي، تر هغې پورې چې کورني تولیدات دغو غوښتنو ته د ځواب ویلو جوګه شوي نه وي او لا یې له بهره د پېرودلو اړتیا وي، د ګومرکي محصول په اړه یې داسې چلن په پام کې دی چې په بازار کې یې کمی او په بیه کې یې ګراني رانشي.
که چېرې اقتصادي- ټولنیز شرایط غوښتنه وکړي، د خوړو، رخت، درملو، تېلو او مطبوعاتو غوندې توکیو ګومرکي محصول ټیټېدای یا له منځه تلای شي او پر ځای یې د دویمې او درېیمې درجې، په ځانګړي ډول د لوکسو او فیشني توکیو ګومرکي محصول پورته بېول کېدای شي؛ که بیا هم د لومړنیو اړتیاوړ توکیو نرخ له کنټروله وځي او په بازار کې اندېښنه زېږوي، هڅه به کېږي چې دولت په ټاکلې برخه کې د نرخو د ټیټ ساتلو لپاره سبساییډي (Subsidize) وکړي.
درېيمه برخه
ټولنيز سيسټم
هغه ټولنیز سیستم چې ((و.ا.ګ)) یې د هېواد لپاره غواړي، د دغه پرنسیپ په رڼا کې جوړېږي چې: ((یو د ټولو او ټول د یوه لپاره!)) د نویو پرمختللیو نړیوالو مدني معیارو په رڼا کې د افغانانو د ټولنیز ژوندانه د شرایطو سمون، د ګوند بنسټیزه غوښتنه ده.
و.ا.ګ د همدغې هیلې او غوښتنې د پوره کولو لپاره د ښار، کلي او کوچیاني ژوندانه تر منځ د مادي- مانیزو شرایطو د توپیر له منځه وړل خپله دنده ګڼي، مانا دا چې له هرې هغې اسانتیا څخه، چې یو انسان په پرمختللي ښار کې برخمن وي، ښايي په کلي کې هم ګټه ترې واخیستلای شي.
د انساني هوساینې هڅه برید نلري؛ په دغه لړ کې به ټولې هغه هڅې سر ته رسېږي چې په ترڅ کې یې د استوګنځیو د پراختیا چارې پر مخ ولاړې شي او هرې استوګنې سیمې ته ترانسپورټ، برېښنا، سړې او تودې اوبه، کانالېزاسیون، وړکتون، ښوونځی، ټیلېفون، پوسټ روغتیايي څارنې او داسې نور ورسېږي.
ګوند د ټولنیز سیسټم د سمې رغاونې په درشل کې سراسري سرشمېرنه، د اقتصادي- ټولنیزې پلان جوړونې بنسټیزه اړتیا بولي او د هغې په رڼا کې هڅه کوي چې د وزګارتیا ملي ستونزه داسې له منځه یوسي چې هر څوک د خپل کار له لارې لږ تر لږه دومره مالي وړتیا لاس ته ور وړي چې د نویو پرمختللیو هوسا شرایطو په رڼا کې له ولږې، بېکورۍ او ناروغۍ وژغورل شي؛ رخصتي او تقاعد ولري او د ډاډمن ژوندانه خاوند وي.
د ((و.ا.ګ)) له لیدلوري سره سم ټولنیز سیسټم، انسان ته د فزیکي- مانیزې وړتیا د کارونې او له هغې د پوره ګټې اخیستنې ور پرانیزي. نوموړی سیسټم د انسان ځانګړې غوښتنې (Private Interests) مني او تر هغې چې بل چاته تاوان نه ور اړوي؛ د پر ځای کېدو اسانتیا ورته چمتو کوي؛ همدا راز، د هغه انسان دا راز غوښتنې هم پر ځای کوي، چې په بېلابېلو لاملو یې د کار وړتیا کمزورې وي یا دا راز وړتیا ونلري.
دا سیسټم خپله دنده بولي چې د هر انسان ټاکلی ټولنیز- حقوقي شخصیت وساتي او هر شخص له ډاډمن ټولنیز ملاتړه برخمن وي. په دې اړه دا د ګوند پرېکړه ده چې ((هر انسان دې له خپلې وړتیا او هڅې سره سم ټاکلی ټولنیز شخصیت وګټلای شي او هر شخصیت دې د وړ حقوقو خاوند وي.))
امنيت
دولت دنده لري چې د خلکو بنسټیز حقوق وساتي او تل ویښ وي چې هغه په هیڅ برخه کې تر پښو لاندې نشي، تر هغې چې دا ډول ډاډ منځته راغلی نه وي، د جرمو مخنیوی او ان د خورا پرمختللیو قوانینو پر پلي کولو هر رنګه ټینګار به هیڅډول علمي- منطقي بنسټ ونلري.
و.ا.ګ د داسې ټولنې د جوړولو لپاره مبارزه کوي چې په هغه کې د جرم د پېښېدا زښت ډېر شرایط او لاملونه له منځه ولاړ وي او د ټولنې هیڅ غړی جرم کولو او قانون ماتولو ته اړ نشي. ګوند په ټولنه کې پر پولیسي ډسپلین د ټینګار پر ځای د ټولنیز، کلتوري او اخلاقي ډسپلین پیاوړتیا ته د بنسټیز ارزښت په توګه ګوري او که یو خوا جرم د یوې قانون ماتوونکې کړنې په توګه غندي، بلخوا د ګڼشمېر جرمو تر شا هېڅکله د واکمن قانون یا سیاسي جوړښت د کار نیمګړتیا له پامه نه غورځوي. په بله وینا، مخکې تر دې چې د جرم په اړه پوښتنه داسې رامنځته شي چې: ((جرم څنګه پېښېږي؟))، ښايي داسې وپوښتل شي چې: ((جرم ولې پېښېږي؟))
په زورواکو سیسټمو کې پر ((څنګه)) ډېر ټیګار کېږي ځکه چې هلته ټوله پړه پر مجرم ور اچول کېږي او په دې توګه د واکمنې کړۍ پر ناوړه چار-چلن څادر غوړول کېږي. یوازې د خلکو په وړاندې په مسوولو سیسټمو کې د جرم په اړه مخکې تر ((څنګه)) د ((ولې)) پوښتنه راپورته کېدای شي ځکه هیڅ جرم تر هغې پورې نه پېښېږی چې تر شا یې یو لړ اقتصادي، ټولنیز، سیاسي شرایط او د هغوی تر سیوري لاندې ځانګړي ناوړه اروايي لاملونه اغېز ونلري او د دا راز ناوړه شرایطو د له منځه وړو دنده مخامخ د واکمن سیاسي جوړښت پر غاړه ده.
واکمن سیاسي جوړښت ته نه ښايي چې د جرمو د مخنیوي او امنیت ټینګولو په پلمه د ټولنې د ودې، سوکالۍ، پوهې او پرمختګ خنډ شي؛ انساني فطرت مړاوی کړي؛ مثبتې وړتیاوې او زړورتیاوې وزمولي او له هېواده داسې لوی زندان جوړ کړي چې په هغه کې انسان زړه تنګی شي او د زولنو او زندۍ وېره یې په تیاره کې ډوب کړي.
و.ا.ګ هڅه کوي چې په هېواد کې د هېڅ داسې کړو- وړو مخه ونه نیول شي چې ټولنې یا د ټولنې یوه غړي ته زیان نلري؛ مانا دا چې انسان په هر څه کې ازاد دی، خو چې چاته تاوان وا نه ړوي او د هر هغه څه کلک مخنیوی به کېږي چې د انسان ژوند ته ګواښ پېښوي.
و.ا.ګ د پورتنۍ اړتیا په رڼا کې د داسې امنیتي سیسټم غوښتنه کوي چې تر هر څه لومړی پخپله له هر ډول ناپاکیو او کاري نیمګړتیاوو پاک وي او دا وړتیا ومومي چې ټولنه یې خپل مرستندوی خواخوږی ځواک وګڼي؛ نه دا چې د وېرې اچونې سمبول وي؛ د خلکو کرکه وپاروي او د امنیتي- سیاسي ستونځو او جرمو سرچینه شي.
د افغانستان امنیتي سیسټم به څوک نه پرېږدي چې د ځاني غوښتنو لپاره بل شخص، ټولنې او دولت ته زیان ور واړوي. هیڅ شخص یا ډله به د افغانستان د ملي یووالي ګډوډولو، د ځمکنۍ بشپړتیا له منځه وړو، د ملي اقتصاد ویجاړولو او د هېواد و دولت د کمزورولو هڅې ته نه پرېښودل کېږي. له پردیو جواسیسو، ترهګرو او ورانکارو پرته به هیڅوک په سیاسي- فکري تور نه نیول کېږي.
ګردې امنیتي چارې به یوه یوازېني وزارت ته سپارل کېږي. که یو خوا امنیتي ارګانونه پخپله د انساني حقونو او کرامت ډاډمن ساتونکي ګڼل کېږي، بلخوا به د دوی کړه- وړه، د ټولو زندانو په ګډون، تل د انساني حقونو د څارنده سازمانو له خوا کتل کېدای شي.
په ځانګړې توګه، ګوند د داسې جوړښت د رامنځته کولو هڅه کوي چې په هغه کې:
- نیول شوی د څرګندونو لپاره تر فشار لاندې ونه نیول شي، له بشپړ انساني چلنه برخمن وي او وکیل یا ژباړن وغوښتلای شي؛
- تر وروستنۍ لوړې محکمې پورې خپل غږ ورسولای شي؛
- تر هر اړخیزې وروستنۍ پرېکړې بېګناه وګڼل شي؛
- که سخته سزا ور واورول شي او له ولسمـشره د بښنې غوښتونکی وي، غوښتنه یې ور ورسول شي او د هغوی تر پرېکړې سزا ونه ګالي؛
- محاکمه په ښکاره او پرانیستي تالار کې تر سره شي؛
- په زندان کې وزګاري نه وي؛
- زنداني ته د کار وړ تنخا ورکړل شي چې د خپلو اړتیاوو پر پوره کولو سربېره یې د خپلې کورنۍ لګښت پر غاړه وي،
- دولت د زنداني کورنۍ له بېوزلۍ وژغوري.
په زندانو کې د انساني ژوند اسانتیاوو ته هر اړخیزه پاملرنه د ((و.ا.ګ)) کلکه غوښتنه ده، مانا دا چې زنداني و نه ځورول شي او زندان د کسات اخیستو ځای نه وي؛ هلته دې د ښوونځي او روغتون غوندې د زنداني سمه روزنه او اروايي درملنه وشي.
ګوند د زندانیو په اړه د نړیوالو تړونو د پلي کېدو غوښتنه کوي او پاکلاسی، اکاډیمیک، ناپېیلی او یوازې د قانون تر اغېز لاندې، خپلواک قضايي سیسټم غواړي. هر بېګناه نیول شوی دې د امنیتي اورګانو په وړاندې؛ محکمې، رسنیو او د بشري حقونو، کورنیو او نړیوالو ساتندویو سازمانو ته خپل اعتراض ورسولای شي او د تاوان او شخصیت درناوي غوښتنه دې وکړای شي.
کار
و.ا.ګ هر هغه چاته چې قانوني سن ته رسېدلی او له بدني او اروايي پلوه روغ وي، د هغه له وړتیا سره سم په اوونۍ کې تر پېنځو ورځو یا ۳۸ ساعته کار، د کار له سختوالي او ارزښت سره برابره تنخا او له هغې سره جوخت یې د روغتیا او وزګارتیا د بیمې، کالنۍ رخصتۍ او تقاعدي ډاډ منځته راتګ غواړي.
د «کار» اداره به له وزګارو سره د کار موندلو مرسته کوي. د کار په شتوالي کې به «وزګار» د بیمې تر شپږ میاشتني ملاتړ وروسته د ژوند کولو مالي سرچینه ښيي.
ناروغان او معلولین به د ژوند تر پایه د دولت تر بشپړه پالنه لاندې وي. ګوند هره کارګري څانګه هڅوي چې خپلې ټولنې، بنسټونه او سېندیکايي جوړښتونه ولري او د هغوی له لارې په ګډه خپلې غوښتنې او غږ څرګند کړي.
کور
په افغانستان کې له ګوتشمېر څو کورو پرته، ستره برخه انسانان په داسې کورو کې شپې- ورځې تېروي چې هېڅ یو لا له ساده مدني معیارو سره برابر نه دی. په دوی کې زښت ډېر خلک شخـصي کور نلري او په کرايي کورو کې استوګن دي؛ هغوی چې کرایه ورکولای نشـي په سمڅو، جونګړو، کنډوالو او شلېدلیو کېږدیو کې د ژوند ترخې ورځې لنډوي.
و.ا.ګ هره شېبه د هېوادوالو د ناوړه استوګنې د تراژیدۍ له لاسه ژور اندېښمن دی او پخپل ټول ځواک هڅه کوي چې د هېواد هر اوسېدونکی په هغه کې له نویو مدني معیارو سره برابر «شخصي» کور ولري.
د دغه ارمان د پوره کېدو لنډه او سمه لار دا ده چې کروندګرو کورنیو ته د نویو کروندو تر څنګ په هغو نېژدې ځمکو کې د کور جوړولو ځای وټاکل شي چې د کرنې وړ نه دي؛ له دې لارې چې ستره برخه هېوادوال د کور خاوندان شي، په سلو کې د شاوخوا اتیا انسانانو د بېکورۍ ستونځه له منځه ځي او په ښارو کې د کور جوړولو فشار کمېږي.
همدا راز به پاتې برخه بېکوره ښارمېشتو هېوادوالو ته هم د کور جوړولو ځمکه ورکړل شي او هم به د اپارتماني پروژو د پراختیا او اسانه پورو له لارې د کورو خاوندان کړای شي. دولت به د سیمېټو او له سیمه ییزو سرچینو د نورو ودانیزو توکیو د فابریکو جوړولو ته لار پرانیزي او له هر هغه چا سره به د اوږدمهالو پورو، ارزانه ودانیزو توکیو او اېنجینري چارو مرسته کوي چې د کور جوړولو په درشل کې ستونځه لري.
په دې توګه به هېڅوک، د هېواد په هر ځای کې چې غواړي و اوسي؛ بېکوره پاتې نشي. له دې سره، ګوند هڅه کوي په هېواد کې د کودوڼي مخروطي بامونه، د هغوی له پاسه د لمریزې برېښنا هېندارې او په سړه هوا د لمر تودوخې د اړولو نوې ټیکنالوژي د کور جوړونې په بهیر کې دود کړي.
ښارونه
ناوړه اقتصادي، ټولنیز او امنیتي شرایط پرلپسې کلیوال له خپلو کورو جلا کوي او ښارو ته یې کوچوي، له دې سره ورځ په ورځ کلي تشېږي او داسې مهال ښاري ګڼه-ګوڼه ډېرېږي چې مدني غوښتنو ته لاسرسی پکې نشته.
د لویو ښارو د بېځایه پراختیا د مخنیوي لپاره به په کلیو کې د کرنیز سیسټم د نوې رغاونې پر بنسټ پراخ کاري ډګر او د استوګنې ښاري شرایط چمتو شي. دولت به پرلپسې د خپلې مالي وړتیا په چوکاټ کې له نویو مدني شرایطو سره سم د کلیو او ښارو تر منځ د ژوند توپیر له منځه وړي.
نوي کلي به د کوشنیو ښارګوټیو بڼه مومي او له لویو ښارو سره به یې ترافیکي اړیکې سمېږي. هره استوګنه سیمه، ښار، ښارګوټی او کلی به اوبو، برېښنا، کانالېزاسیون، پخو لارو، مارکیټ، کتنځي، وړکتون، ښوونځي، تېلیفون، پوسټ، بانک، پارک او داسې نورو مدني اسانتیاوو ته پوره لاسرسی لري.
هره استوګنه سیمه به پوستي کوډ، هره کوڅه او واټ به خپل نوم او هر کور به شمېره لري. د پرلپسې سرشمېرنې او اداري چارو د سمون لپاره به د هرې سیمې اوسېدونکی او نوی زېږېدلی له ټاکلې پتې سره په سیمه ییز دفتر کې ثبتېږي او د چا د مړينې په پېښه او څرنګوالي به د مړي نېژدې خپل سیمه ییز دفتر خبروي.
د ښځو د حقونو ننګه
په افغاني نرواکه ټولنه کې د اسلام د سپېڅلیو لارښوونو او انساني حقونو د موازینو پر خلاف یو شمېر ناوړه او زاړه دودونه لا بشپړ واکمن دي چې تر سیوري لاندې یې ښځه له نر سره برابر انساني حقوق نلري.
په نرواکۍ کې ښځه د نر د غوښتنو او ارادو یو مخیزه پر ځای کوونکې او ښکېل شوی دویمه درجه انسان دی چې د خپل تفکر و وړتیا د څرګندولو واک نه ورکول کېږي؛ بشپړ ټولنیز حقوقي شخصیت نلري او پرلپسې یې د پرمختګ مخه نیول کېږي.
ناوړه اقتصادي – ټولنیزو شرایطو ښځه د ژوندانه په بېلابېلو خواوو کې د برخلیک له ټاکلو بې برخې کړې او د نر په لاس کې یې د یوه ژوندي لوښي غوندې د پېرودلو، پلورلو او کارولو وړ ګرځولې.
د ساري په توګه، په افغاني ټولنه کې ښځینه پوړ له لاندېني ناوړه چلن سره مخامخ دی.
- ښځې د هغوی له خوښې پرته ودېږي.
- نجونې د ولور تر نامه لاندې پلورل کېږي.
- په یو شمېر خورا وروسته پاتې سیمو کې د ژوندیو لوښیو غوندې د ښځو پلورنه دود ده.
- نجونې په بدله ودېږي.
- نجونې د دوښمنو کورنیو تر منځ په بدو کې په زور ودېږي.
- ډېرې نجونې اوږده موده یا تر زړښته پورې د درانه ولور له لاسه ناواده پاتېږي، ځکه د هغومره پیسو ورکړې ته څوک نه چمتو کېږي چې کورنۍ یې د هغوی د واده کولو لپاره ټاکي.
- ښځې سیمه ییزو- دودیزو نورمو ته په لږ نه پاملرنه سختې وهل کېږي او کله ناکله وژل کېږي؛ ځینې مهال داسې سزاګانې، د یو سرسري شک او بشپړې تېروتنې له مخې په بېګناهۍ کې هم ورکول کېږي.
- کونډې په مادي میراث کې شمېرل کېږي او وارث یې په زور نکاح کوي.
- ښځه د خپلواک کار یا مالي سرچینې درلودو واک نلري.
- ښځې په بېلابېلو ناروغیو کې له روغتیايي مرستو بې برخې دي.
- ښځو ته له کوشنیتوبه د نارینه د هر رنګه پرېکړو او لارښوونو په وړاندې د چوپتیا او مننې شعور ور زده کېږي.
- ښځو ته د زده کړې په لار کې سلګونه خنډونه پراته دي.
- ښځه له نړیوالو بشري حقونو ناخبره ساتل کېږي.
- ښځه عدلي اورګانو او محاکمو ته خپل غږ رسولای نشي.
- عدلي ارګانونه او محاکم په هره پېښه کې ښځې ته د زغم سپارښتنه کوي.
- ښځه له هره پلوه کمزوری انسان ګڼل کېږي؛ دغه شعور ټینګار کوي چې: ((ښځه یا د کور ده یا د ګور)) او داسې نور…
و.ا.ګ له مور سره، له خور سره، له لور سره، له ماندینې سره، او په ټوله مانا له ښځې سره (له انسان سره) د دا راز ناوړه چلن، تېري او ناروا په وړاندې د سخت اعتراض غږ پورته کوي او ژر تر ژره یې د ټولو اسلامي- انساني حقونو او مدني ازادیو سره د بشپړې ساتنې ننګه او ملاتړ کوي.
ګوند د تاریخي ازمېیښتو او ټولنپوهنې په رڼا کې دې پایلې ته رسېدلی چې په افغاني ټولنه کې د ښځې او نر تر منځ ټولنیز توپیر د هغوی تر منځ له شته اقتصادي توپیره سرچینه اخلي. افغانه ښځه له اقتصادي پلوه بېواکه او د نر پرلپسې ملاتړ ته اړه ده؛ تر هغې چې ښځه له دغه واکه بې برخې وي، هیڅکله به یې خپلو نورو حقونو ته لاس ور ونه رسېږي.
و.ا.ګ زیار ګالي چې ښځې د کار و خپلواکې مالي سرچینې ډګر وګټي؛ پر خپل مټ ویسا شي او د نوې ښوونې و روزنې په رڼا کې د ویښتیا هغه پړاو ته ورسېږي چې د خبلو ټولو انساني حقونو د پېژندلو او غوښتنې پوهه او ځواک وموندلای شي.
ښځې به سختو فېزیکي کارو ته نه اړوېستل کېږي. ښځو ته به هغه روغتیايي اسانتیاوې او لارې- چارې ور زده کېږي او چمتو کېږي، چې په حمل و زیږون پورې د اړوندو ستونځو مخه پرې ونیولای شي؛ له دې سره به پر جنین غورځولو کلک بندیځ وي.
د زور زیاتي پر وړاندې د مظلومو ښځو ننګه او هغوی ته د ډاډمن ژوندانه د انساني شرایطو چمتو کول د دولت په دندو کې راځي.
له دوه اړخیزې خوښې پرته به د درېیم اړخ په پرېکړه او د اسلام پر خلاف واده نه منل کېږي. د کوشنیو پر ودولو به کلک بندیځ لګول کېږي.
کونډه به په میراث کې نه شمېرل کېږي او د راتلونکي ژوند بڼه به پخپله ټاکي. هغه کوشنی چې میندې او پلرونه یې نه پالي؛ د دولت د روزنې تر سیوري لاندې به راوستل کېږي.
د کوچيو ستونځه
کوچي زموږ هغه برخه هېوادوال دي چې له پېړیو راهیسې د راز-راز ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري تنګسیاوو له لاسه ځورېږي، خو لا تر اوسه د واکمنو دولتي کړیو پام ور اوښتی نه دی.
د کوچیو په اړه د ځانګړې یادونې ځای دی چې د دوی د ژوندانه ستونځې او ناخوالې په ننني نوي مدنیت کې د هېڅډول زغم وړ نه دي. دغه کړېدونکی او لالهانده اتنیکي ګروپ، چې د هېواد په یوه ارزښتمنه اقتصادي څانګه (څاروي روزنه) کې بوخت دی، بېړنۍ مرستې او پالنې ته اړتیا لري.
و.ا.ګ د دغې اقتصادي- کلتوري څانګې د پالنې او هر اړخیز ملاتړ په درشل کې کوچیو ته د لاندېنیو اسانتیاوو د برابرولو غوښتونکی دی:
- د هېواد په ټولو طبیعي څړځیو کې د کوچیو د رمو د څرولو په وړاندې د هر ډول خنډ و بندیځ لرې کول؛
- د موسمي تګ- راتګ په ترڅ کې ترانسپورټي اسانتیا؛
- د کوچي طبي- ویترنري ټیمونو جوړول؛
- د سمبالو کېږدیو چمتو کول؛
- د کوچي ښوونځیو جوړول؛
- په کوچي چاپېریال کې د شیدو د تولیداتو د نوې تکنالوژۍ دودول؛
- د کوچیو په خوښه د هغوی مېشتول؛
چاپېريال ساتنه
له وړ اېکولوژیکي شرایطو سره سم، په پاک روغتیايي چاپېریال کې ژوند، د انسان طبیعي حق دی.
و.ا.ګ د پورتني حق د خوندي ساتلو لپاره د لاندېنیو بنسټیزو چارو سمون غواړي:
- د ښارو د پراختیا مخنیوی.
- تر هغه ځایه چې کېدای شي، په استوګنو سیمو کې د ناوړه وړانګو، ګازو او لوګي د خپروونکي تخنیک بشپړ مخنیوی یا کمی او یا یې لرې نا استوګنو سیمو ته لېږدول.
- د کاربوني او راډیو- اکټیوي سرچینو د کارولو پر ځای د اوبو، لمر او بادي برېښنا د کارولو پراختیا.
- په سړه هوا د لمر- تودوخې د اړولو د نوې ټېکنالوژۍ دودول.
- د اوبو (سیندو، خوړو، ویالو، ډنډو، چینو او تر ځمکې لاندې پټو اوبو) د ککړتیا، د ځنګلونو د خپلسرې غوڅونې او د الوتونکیو، ځناورو او کبانو د بېباکه ښکار کلک مخنیوی.
- د زلزلې د بې اغېزه کولو لپاره د هرې هغې ودانۍ د جوړېدا مخنیوی چې له اینجنیري نورمو وتلې وي.
- د ترافیکي پېښو او ګډوډیو د مخنیوي لپاره د ډاډمنو ترانسپورټي لارو، پلو، تونلو او موټر-پارکو ودانول او سمون.
- په لویو ښارو کې د موټري بېروبار او لوګي د مخنیوي لپاره د ښاري اورګاډو او سروېسو پراختیا.
- په استوګنو او اقتصادي سېلاب ځپنده سیمو کې د سیندو د بهیر اینجنیري کنټرول.
- د ناپاکۍ، مایکروبو او پرازیټو د مخنیوي لپاره په ښارو او استوګنو ځایو کې د کانالیزاسیون غځول؛ د عامه تشنابو جوړول او د پرلپسې پاکارۍ د بهیر چټکوالی.
- د اپیډیمیکو ناروغیو هر اړخیز مخنیوی.
- د مېوه یي ونو، لاسي ځنګلو او شنو سیمو پراختیا.
- د څښاک اوبو او خوړو روغتیايي کنټرول.
روغتيايي چارې
و.ا.ګ دغه حقیقت ته په پام سره چې: (( پوره خواړه، پاک چاپېریال او اروايي هوساینه د روغتیا بنسټ دی.)) خپلې هلېځلې د داسې ټولنیز سیسټم د جوړولو لپاره پر مخ بیايي چې د ټولنې هر غړي ته نوموړي شرایط پکې برابر وي او تر ډېره په ناروغۍ له اخته کېدو خوندي شي.
ګوند، ټولو ته وړیا روغتیايي اسانتیا غواړي یا به هڅه وکړي چې هغه د ارزانه روغتیايي بیمې تر چوکاټ لاندې راوستل شي. د نوي طب، فارمسۍ، کتنځیو، روغتونو، زېږنتونو، سناتوریمو، بېړنیو لومړنیو مرستو، ځمکنیو او هوايي امبولانسو او داسې نورو ودې او پراختیا ته هر اړخیزه پاملرنه کوي.
په هېواد کې د سټنډرډ درملو د تولید او خپرېدا څارنه او د بهرنیو بې کیفیته درملو مخنیوی د دولت په لومړنیو دندو کې ګڼي. د ښځینه ډاکټرو او طبي پرسونل د شمېر ډېرښت او د هېواد لرې سیمو ته د روغتیايي پروژو د رسولو غوښتونکی دی.
د پرګنيزو اړيکيو پياوړتيا
افغانستان یو ګڼ- اتنیکي هېواد دی او پرګنې یې بېلابېلې ژبې، مذهبونه او یو شمېر غوره لرغوني دودونه لري.
و.ا.ګ د نویو نړیوالو پوهنیزو څېړنو په رڼا کې ګڼکلتوري جوړښت د یوې ټولنې غوره ځانګړتیا او پیاوړتیا ګڼي. د افغانستان پرګنو له زرګونو او سلګونو کالو را په دېخوا څنګ تر څنګ د ورورولۍ ژوند کړی او په ګډه یې دغه هېواد رامنځته کړی او ساتلی دی.
ګوند به هېڅوک د افغان خویندو او وروڼو پرګنو تر منځ د مرورتیا هڅې ته پرې نږدي. ګوند د هېوادوالو تر منځ هېڅډول توپیر نه زغمي او په ټولو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري چارو کې د ګردو پرګنو پر هراړخیز ګډون کلک ټینګار کوي. دولت به د ټولو هېوادوالو ډیموکراټیک استازی او د هغوی د غوښتنو، ګټو او ښېګڼو سراسري ساتندوی وي.
ګوند د هېڅ سیمې په ودني بهیر کې د بلې په پرتله وروسته پاتېوالی نه زغمي او د خپلمنځي اړیکیو د لا پیاوړتیا لپاره یې تر منځ د پرتو ترافیکي او ترانسپورټي ستونځو له منځه وړل غواړي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ تاریخي کور دی؛ هر افغان د هېواد په هر ګوټ کې، چې غواړي یې، شتمني او کار درلودلای او ډاډه ژوند پکې کړای شي.
ګوند د ملي ورورګلوۍ او یووالي د لا پیاوړتیا په هیله غوښتنه او هڅه کوي چې د هېواد ټول قومونه او اتنیکي ګروپونه یو تر بله تر پخوا لا ډېر وپېیل شي؛ د دې هیلې د ترسره کېدو لپاره به د ټاکلو پراختیايي اقتصادي، ټولنیزو پروژو په ترڅ کې د ټولو افغانانو تر منځ اتنیکي- کلتوري پیوند د لاغښتلي کولو تګلار تر کار لاندې ونیول شي.
څلورمه برخه
فکري وده
ټولنه هغه مهال د پرمختګ و هوساینې پر لوري روانېږي چې ټولیز شعور د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه ووهي او په یوه غږ د ټولنیز وروسته والي او کمزورتیا په وړاندې د بدلون لپاره راپورته شي.
یوازې د ناوړه اقتصادي- ټولنیز چاپېریال شتوالی او په هغه کې د بد ژوندانه ترخه او کرکجن شرایط د بدلون خواته د ولسو پام ورګرځولای نشي؛ د یوه وروسته پاتې ولس پاملرنه هاغه مهال دېخوا ته ور اوړي چې د دا راز نیمګړتیاوو بېخ و بنسټ په پوهنیز- شعوري ځواک وپېژني.
هره ټولنه چې په دغه ځواک غښتلې شي او د پرمختګ پړاو ته ورسېږي، د بیا ویجاړېدو او ناخوالو له زښته ګواښه ژغورل کېږي. په ټولنه کې د داسې مانیزې وړتیا ویښولو لپاره، د ټولیز شعور د ودې هر اړخیز علمي سیاست ته اړتیا ده. موږ په دې برخه کې په لاندې ډول خپل ټاکلی سیاست څرګندوو او د پلې کولو په لار کې یې مبارزه کوو:
زده کړه
- و.ا.ګ د زده کړې پر وړاندې برید نه پېژني.
- دولت به له ښوونځي تر پوهنتونه د وړیا زده کړې ور پرانیستی ساتي چې هیڅوک د مالي ناچارۍ له لاسه له زده کړې بې برخې پاتې نشي.
- دولت به د اسلامي زده کړو په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي او په رسمي مدرسو او شرعیاتو پوهنځیو کې به د اسلامي نړۍ تر ټولو پرمختللی علمي نصاب دودوي.
- د زده کړې کچه به له مهالني سټنډرډ سره سمه پورته بېول کېږي.
- د دولتي زده کړې تر څنګ د نادولتي ښوونې و روزنې برخه هم منځته راتلای شي چې د زده کړې پروګرام به یې د پوهنې وزارت په خوښه چمتو کېږي.
- کوشنی به تر پېنځلس کلنۍ پورې هرو مرو زده کړې ته هڅول کېږي.
- د لوړو زده کړو لپاره به له پوهنیزې وړتیا پرته بل هېڅ ټکی په پام کې نه نیول کېږي.
- پوهنتونونه به د نویو پوهنیزو بریاوو او پرمختګو په رڼا کې پرلپسې د خپل کاریکولم نوی کولو ته اړوېستل کېږي او د استادانو او زده کوونکیو د پوهنیزې کچې پورته بېولو ته به زښته پاملرنه ور واوړي.
- بې کیفیته او بېځایه جوړ شوي پوهنتونونه به وتړل شي او پر ځای به یې د معیاري پوهنتونو پوهنیزه، اداري او لوژېستیکي وړتیا پیاوړې شي.
- په هره کاري څانګه کې به منځني مسلکي ښوونځي ډېر کړای شي.
- دولت به هغو لویانو ته، چې له زده کړې بې برخې پاتې شوي او غواړي چې لیک- لوست زده کړي، هر اړخیزې اسانتیاوې چمتو کوي.
- د ښوونځي په ورځنیو زده کړو کې به د رېښتیا پالنې، بشردوستۍ او پرمختللي انساني ژوندانه مهذب ارزښتونه ښوول کېږي.
- د زده کړې ګردې چارې به یوه یوازېني وزارت ته سپارل کېږي.
و.ا.ګ څرګندوي چې د ښوونې و روزنې د سمې ودې لپاره تر ګردو ټولنیزو- پېداګوژیکو شرایطو لومړی، برلاسي ((ښوونکي)) ته اړتیا ده. د داسې ښوونکي د درلودو لپاره به د ښوونې و روزنې په اوسني سیاست کې نوی بدلون راوستل کېږي چې د هغه اقتصادي- ټولنیز شخصیت پورته بوځي.
له بده مرغه، تر اوسه ښوونکی د افغاني ټولنې یو بېوزله غړی ګڼل کېږي. مالي کمزورتیا د ښوونکي پر ورځني ژوندانه ناوړه اغېز لري؛ ذهني ناکراري ورپېښوي او لکه څنګه چې ښایي، په پوره اېنرژۍ خپله ارزښتناکه دنده پرمخ بېولای نشي.
ګوند په بیا ځلې ټینګار سره غواړي چې ښوونکي د مالي ناخوالو له تنګ چوکاټه راووېستل شي او د اړتیا وړ پوره تنخا خاوندان شي. د ښوونې و روزنې په پوهنځیو او پېداګوژي انستیتیوتو کې دې د زده کړې لپاره تر ټولو لوړې نمرې وټاکل شي.
د ښوونې و روزنې په اړه د ((و.ا.ګ)) د پورتنۍ غوښتنې منطق دا دی چې د پوه شاګرد او بیا علمي کادر د درلودو تر هیلې مخکې، ښايي پوه او بسیا ښوونکی ولرو چې داسې شاګرد وروزلای شي او د پوه ښوونکي د درلودو لپاره ښايي تر ټولو پوه شاګرد د راتلونکي ښوونکي دندې ته کاندید شي. دا د دولت مسوولیت دی چې د ښوونکي د اقتصادي- ټولنیز پرستیژ داسې هر اړخیز ملاتړ وکړي چې دغې سپېڅلې دندې ته د ټولنې پام ور واړوي او د مینه والو شمېر یې پورته ولاړ شي.
پوهه او هنر
د مانیز ځواک د ویښتیا او لوړتیا په برخه کې د پوهې او هنر د هرې څانګې د ودې یادونه هرو- مرو ده. و.ا.ګ په ټولنه کې د پوهې او هنر پراختیا ته د ستر ارزښت په توګه ګوري او ډېره هڅه کوي ټول هغه خنډونه، چې په دې لار کې پراته دي؛ له منځه یوسي.
ګوند غواړي:
- په هره څانګه کې د هر ډول څېړنې او استعداد د غوړېدا او ځلېدا ډګر پرانیستل شي.
- هر ډول ناقانونه سانسور له منځه ولاړ شي.
- وجدان، اخلاق، باور، فکر، وینا، لیکنه او یا هر ډول علمي، هنري، سیاسي، فلسفي او رېښتینې ژورنالیستیکي څرګندونه، چې قانون نه ماتوي؛ پوره ازادي ولري.
- د پوهانو، څېړونکیو، هنرمنو، مفکرینو، لیکوالو او خبریالو د هلوځلو او بریاوو مادي- مانیز ملاتړ وشي او د هڅو د چټکتیا لپاره یې وړ شرایط چمتو شي.
- همدا راز به په هېواد کې د مانیزې- کلتوري لوړتیا په هیله هر چاته له پوهې او هنر څخه د برخمنېدا اسانتیاوې برابرېږي او د راډیو، تلویزیون، اینټرنټ، ورځپاڼو، مجلو، کتابو، موزیمو، نندارتونو، تیاتر، سینما، سپورټ او داسې نورو د پیاوړتیا په برخه کې به پرلپسې کار سرته رسېږي.
ګوند له دې لارې غواړي د افغاني ټولنې کلتوري ځواک لا پیاوړی، له نړیوال کلتور سره سیال او په هغه کې خپله دوستانه ونډه او وړ سیالي تر سره کړای شي.
رسنۍ
و.ا.ګ له پورتنۍ څرګندونې سره سم، د رسنیو د بشپړې قانوني خپلواکۍ پلوي او ملاتړ کوي.
ګوند څرګندوي چې:
- هر شخص، ټولنه، بنسټ، اداره، سازمان، ګوند او داسې نور رسنۍ درلودلای شي.
- د هرې ادارې ور دې د رسنیو پر مخ پرانیستی وي.
- هره پېښه دې په رسنیو کې خپرېدلای شي.
- رسنۍ دې د بې بنسټه تور، ناسمې څرګندونې او بېځایه سپکاوي په وړاندې ځواب وايي او د هغو سپیناوی به کوي.
پېنځمه برخه
دفاعي دوکترين
و.ا.ګ د نړیوالو شخړو او لانجو هواری په خبرو-اترو او منطقي استدلال کې لټوي؛ د جګړو، وسله والو سیالیو او وسلو جوړولو د هڅې غندنه کوي او څرګندوي چې: «وسله جوړونه انسان دښمني ده.»
و.ا.ګ د هېوادو تر منځ داسې سوله ییز اټموسفیر غواړي چې هر یو د بل بریدو او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري؛ هیڅ لوری بل ته ګواښ نه وي او په پای کې د پوځو او سیاسي-استخباراتي سازمانو شتوالی له منځه ولاړ شي. و.ا.ګ غواړي چې افغانستان د نړیوال هر اړخیز، ډاډمن او حقوقي ضمانت په رڼا کې ناپوځي او ناپېیلی هېواد وي.
تر هغې چې نړیوال شعور د دا راز وړاندیځ د شرایطو منلو ته چمتو شوی نه وي، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو او سیمه ییز ځواکسمون لپاره ګوند ته د ملي اوردو درلودو اړتیا ځانګړی ارزښت لري. په دې اړه د ګوند دوکترین دا دي:
- د افغانستان اوردو به هېڅکله یرغلیز نه وي او یوازې به د هېوادنیو بریدو ساتنه کوي.
- د افغانستان اوردو ته به له نړیوال ازاد بازاره پوځي تخنیک او وسلې پېرودل کېږي.
- د اوردو ټول پنډغالي، هوايي ډګرونه، لوژستیکي زېرمې او وسله تونونه به له ښارو او استوګنسیمو لرې جوړېږي.
- په حضـر کې به اوردو د هېواد په اقتصادي او ودانیزو پروژو او د طبیعي ناورینو په وړاندې په هڅو کې برخه اخلي.
- ګوند د اوردو د لا پیاوړتیا لپاره د خپلې خوښې پوځي خدمت پلوي دی.
- که د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ شي، ټولیزې پوځي بلنې ته به قانوني لار پرانیستې وي.
- که د ملګریو ملتو سازمان په کوم هېواد کې د سوله ساتو هڅو او بشـري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستانه د پوځي مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړي، افغان دولت به خپل اوردو دا راز انساني مرستو ته چمتو کوي.
- هېڅ پوځي ټولګی به د دفاع وزارت له چوکاټه بهر نه جوړېږي.
- وسله وال پوځ به د هېواد په سیاست کې ور ګډ نه وي.
شپږمه برخه
نړيوال اړيکې
و.ا.ګ نړۍ د بشر ګډ کور او د نړۍ ټول ملتونه وروڼه بولي او د هغوی تر منځ د دوستانه اړیکیو د ټینګښت و پیاوړتیا په لار کې هر اړخیز زیار ګالي. ګوند، د بشـري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د هغې په رڼا کې د ګردو مل کانوانسیونو د پلي کېدو بشپړ پلوي کوي.
ګوند د شتو وسلو د له منځه وړو غوښتنه راپورته کوي او د وسلو جوړولو پر وړاندې کلک درېږي. و.ا.ګ له ټولو هغو هېوادو سره، چې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د هغې مل کانوانسیونونه پلي کوي؛ د افغانستان تاوده دیپلوماتیک، سیاسي او اقتصادي اړیکي غواړي.
په تېره، ګوند په پام کې لري چې له ګاونډیو هېوادو سره د دا رنګه اړیکیو د ټینګولو هڅه پر مخ بوځي او له هغوی سره د سرحدو د پرانیستلو او د ویزې د له منځه وړو لارې ومومي. د افغانستان ځمکنۍ او هوايي لارې به د هر هغه چا پر مخ پرانیستې وي چې دغه هېواد ته د سوله ییزو موخو لپاره راځي.
هېڅوک به د افغانستان له ځمکې او فضا د بل هېواد پر وړاندې د زیان رسولو، پوځي او ترهګرو هڅو یا هر ډول ورانۍ او لاسوهنې ګټه وا نه خیستلای شي. د هر هغه هېواد، ګوند، غورځنګ، اتنیکي ګروپ یا داسې نورو ملاتړ به کېږي چې د خپلو انساني حقونو او ډیموکراټیکو ازادیو د لاسته ور وړلو یا ساتلو په هڅو لګیا وي.
افغانستان به د هیڅ ښکېلاکي، زبېښاکي او توکمیزې ستراتیژۍ خاوند پوځي او سیاسي تړون غړیتوب و نه مني. افغانستان به پر هېچا تېری ونکړي او د هېچا تېري ته به غاړه و نه نیسي. د افغانستان دولت به سمندرونه د ګردو هېوادو ګډه شتمني ګڼي او له سمندري اسانتیاوو او سرچینو څخه د ګټې په بهیر کې به د ټولو هغو هېوادو د حقونو ساتنه او ملاتړ کوي چې سمندر ته مخامخ لار نلري.
و.ا.ګ د نړیوال عدالت او ډاډمنې سولې د ټینګښت لپاره په نړیوالو پېښو کې د ملګریو ملتو سازمان د بشپړو خپلواکو پرېکړو غوښتنه کوي. د دغه سازمان د امنیت شورا ړنګېدل او په پرېکړو کې ټولو غړیو هېوادو ته ورته حقونه له همدې غوښتنې سره
تړلې دي.
ګوند هر هغه بهرني ته چې د سیاسي، فکري، جنـسي، اتنیکي، ټولنیزو او کلتوري لاملو او ولږې له لاسه یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي، بې توپیره په افغانستان کې قانوني پناه، استوګنځی، هېوادوالي او ګرد سره انساني حقونه غواړي. و.ا.ګ له ګردو همفکره نړیوالو سیاسي، حقوقي او ټولنیزو ځواکو سره متوازن او دوستانه اړیکې پالي.
کابل- افغانستان