پنجشنبه، 4 مارچ 2021

ځوانان او فکر

ګران نیازي پوښتلی یم

ښاغلی استاد لیوال!
ډير وخت ګورم چې په خواو شا کې مې ډير ځوانان حتی چې د پوهنتون په کچه لوړې زده کړې لري، دیوچا خبره ډیر زر پرته له تحلیله مني او په نورو مجالسو کې استناد پرې کوي. دا ځوانان چې کله دیو چا خبره باندې کلک باور کوي، داسې خلک هم وي چې فکري اړیکه ورسره نه لري، د ژوند په نورو چارو کي يې ښه پيژني چې وړتیا يې څومره ده، دا ولې؟ او حل لاره يې څه ده؟

ځواب :
ګران نیازی !
انسانان ، بلکې ټولنې درې ډوله دي ، لومړی ډول هغه انسانان چې فکر تولیدوي ، دوهمه ډله هغوی چې تولید شوي افکار مصرفوي ، درېیمه بدمرغه ډله هغوی دي چې نه فکر تولیدوي او نه یې مصرفولای شي .
هغوی چې په خپله فکر تولیدوي هم ، دنورو له فکري طرحو او تجربو څخه دخامو موادو په توګه ګټه اخلي ، مانا هرڅه له صفره او له ځانه نه شي پیلولای ، انسانان له بابا آدمه تردې دمه یوه برخه معلومات او تجربې له نورو څخه ترلاسه کوي او نوي څه پرې اضافه کوي ، دوهمه ډله هغوی دي چې دنورو تولید کړي افکار تشخیصوي چې ورته ګټور دي که نه ؟ اوبیا یې په خپله ګټه مصرفوي ، خو درېیمه ډله ریښتیا بدمرغه دي چې نه پخپله فکر کولای شي او نه له نورو څخه څه زده کولای شي .
اوس راځم ستا ددوستانو په اړه ستا اندیښنې ته؛ که هغوی په پټو سترګو یوازې دیوه ړانده باورله مخې دنورو افکار او نظریات تقلیدوي خو په خپله ګټه یا دخلکو په ټولیزه ګټه یې نه شي مصرفولای نو ددوی داحالت داندیښنې وړ دی ، خو که دوی دومره توان ولري چې دنورو ګټور افکار تشخیص کړای شي بیاپرې ځان وپوهوي او تردې پروسې وروسته یې دځان او خلکو دمشروع ګټې لپاره وکاروي ، نو داعیب نه ، بلکې یوه سالمه زده کړه ده ،ښې خبرې او افکار هله ګټور هم شي، چې ګڼو خلکو ته یې ګټه ورسیږي .
اوس نو له نورو څخه دافکارو او خبرو درااخیستلو سمه پروسه داده ، چې راوایې خلو ، ګټورتیا یې وسنجوو او بیا یې دځان اونورو دمشروع ګټې لپاره وکاروو ، لا اخلاقي کار به داوي ، چې داړتیا پرمهال دهغه چا نوم هم په ښېګڼه یاد کړو ، چې داخبره یا فکر مو ترې زده کړی دی .
هیله ده ستا پوښتنې ته مې څه ناڅه ځواب ویلای وي .

خپل آند راسره شريک کړئ