شنبه، 20 اپریل 2024

په فراه کې د غنمو حاصلاتو د ډېرښت په باب د و.ا.ګ اعلامیه

د ودان افغانستان ګوند لپاره د زراعت وزارت له خوا په فراه ولایت کې د غنمو حاصلاتو دوه برابره زیاتېدو خبر لوی زېری دی؛ ګوند اول دغه وزارت، ور پسې ټول افغان ولس ته د دې لویې پرمختیا مبارکې وایي.

د و.ا.ګ لپاره دا ځکه تر ټولو نېکمرغ خبر دی چې کړنلار یې پر اقتصاد محوره سیاست ولاړه او باور لري، تر هغه چې یو ملت له اقتصادي اړخه پر پښو و نه دریږي نو په بل هیڅ ډګر کې پرمختګ نه شي کولای.

ګوند علماً ثابته کړې چې افغانستان له خورا سرشار څو اړخیز اقتصادي پوتنسیله برخمن دی، د ۹ اقتصادي حوزو په معرفي کولو سره یې خپله ستراتیژې د ملت مخ ته ایښې ده او په سر کې تر ټولو اسان، ارزان او ګټور یې زراعتي سکټور ګڼلی، داسې چې:

«و.ا.ګ د خپلو اقتصادي- ټولنپوهنېزو کتنو، څېړنو او هراړخېزو ارزونو په پای کې پوره باوري شوی چې، د افغانستان د نوې رغاونې لار له کروندو تیریږي.» داچې څنګه؟ نور تفصیل یې د ګوند په کړنلار کې لوستای شئ.

فراه یو ډېر پراخ زراعتي ولایت دی چې ۸۰٪ نفوس یې په کرنه بوخت دی؛ دغه ولایت ۵۶۰۰۰۰ هکټاره زراعتي ځمکه لري چې هر کال یې تقریباً ۱۲۰۰۰۰ هکټاره کرل کیږي.

سږکال (۱۳۹۵) په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۱۹۰۰۰ ټنه او په تېر (۱۳۹۴) کال کې دغه اندازه ۶۳۲۰۰ ټنه وه.

کله چې د افغان حکومت د وروستیو اقتصادي پرمختیاوو په سلسله کې د سلما اوبو بند پرانستو او له یوه ترکي- امریکایي شرکت سره د کجکي بند ظرفیت ۱۵۱ میګاواټه ته لوړولو هوکړه لیک خبر د فراه له دې زراعتي پرمختګ سره یو ځای کړو نو دا کلک باور را کوي چې زموږ د هیواد لویدیځه او سهیل لویدیځه حوزه به یو ځل بیا د تېر غوندې د غنمو په ګودام بدلیږي او له دې اړخه به مو ټول وطنوال د پردیو له احتیاجه خلاصیږي.

ګوند له مسؤلو مقاماتو څخه د دغو بېسارو محصولاتو په بازار موندنه کې د مرستې او تر څنګ یې د معیاري ذخیرو جوړولو غوښتنه کوي چې ګران هیوادوال مو په هیڅ یوه موسم کې د ډودۍ له بحران سره لاس و ګرېوان نه شي ځکه له غنمو ډک کندو له سولې و ثبات سره مستقیمه رابطه لري.

په ټول افغانستان کې د اقتصادي غوړېدا او له خپلې ډوډۍ څخه د افغان دسترخوان ډکېدا په هیله.

ودان افغانستان ګوند
مرکزې کومېټه
کابل- افغانستان
۲۳/ ۳/ ۱۳۹۵

خپل آند راسره شريک کړئ