ودان افغانستان ګوند، نن چهارشنبه ماښام پنځه بجې (۳۰- جدي ۱۳۹۴) د طلوع ټلویزیون پر موټر ځانمرګی برید او سهار نهه بجې د پېښور په چارسده کې پر پاچاخان پوهنتون تروریستي یرغل په سخته ژبه غندي.
پر طلوع شبکه وحشي ترین برید کې، په طلوع ټلویزیون پورې اړوند کابورا پروډکش د دوو ښځو په شمول ۷– تنه له خواږه ژونده محروم او د دوو ښځو په ګډون ۲۵- تنه زخمي شول.
ګوند د دغو مظلومو شهیدانو درنو کورنیو، ټولو رسالتمنو رسنیو، د علم و فرهنګ کړیو او په دغه ناوړه پېښه دردېدلو افغانانو ته جمیل صبر، د شهیدانو پاکو ارواوو ته فردوس جنت او ټپیانو ته له پاک خدای څخه بشپړه روغتیا غواړي.
موږ باور لرو چې دا یوازې د یوه تن ځانمرګی برید نه، بلکې د ترهګرو شبکو یو مجموعي انتحار او د تروریزم روزونکو لپاره لوی شکست او شرم وو ځکه دا په تېرو ۱۵- کالو کې د ملکې رسنیو پر کور تر ټولو انسان- ضد حمله وه چې په کورنۍ او نړیواله کچه یې د عکس العملو لوی موجونه را پورته کړي دي او په فردي و اجتماعي سطحه د افراطیت په مقابل کې د کرکې او ناتمام نفرت پیامونه خپریږي.
دې بشر- ضد جنایت یووار بیا وښوول چې افراطیان او تروریستان هيڅ ډول انساني برید- پوله په رسمیت نه پېژنې، دوی د دوست و دوښمن تفکیک ته قایل نه دي ځکه هر په مخه ور تلونکی انسان یې حتمي دوښمن دی، دوی د خپل ځان هم قاتلان دي ځکه تر هر چا مخکې اول خپل ځان الوزوي، چې لاس یې بر شي نو هر بشري ارزښت یو مخ پایمالوي او دا هغه زهرجن طرز فکر دی چې تر هر څه وړاندې خپل ړانده پلویان په فناء محکوموي.
دا دردوونکې حادثه ټولو رسنیو ته په خاصه او غونډو افغانانو ته عمومي توګه پیام رسوي چې دوی ټول باید د ژورنالیستیکو اصولو، بیان آزادۍ؛ بشري حقونو، عدالت، ډیموکراسۍ او ټولو ملي- انساني ارزښتو د ساتنې لپاره د افراطیت ترهګرۍ او پردیپالنې په مقابل کې یو موټی او د ملي وحدت په یوه واحد او مستقیم صف کې په خپل ټول قوت سره ودریږي؛ دا هغه یوازنی منطقي- انساني میتود دی چې پر بنسټ یې د هر وحشت و جنایت ملا ماتېدای او افغانستان و افغان انسان یې له ګواښ څخه ژغورل کېدای شي.
پر طلوع شبکه او پاچاخان پوهنتون تروریستي بریدونه پر ټول افغان ولس او غونډ انسانیت باندې نه بخښل کېدونکي وحشیانه یرغل دی چې د نړۍ هر انسان یې پر تمویلوونکو، روزونکو او رهبرانو باندې تر قیامته نفرت او لعنت وایي.
د افغان ولس د ملي یووالي د لا زیات استحکام او دوام په هیله.
ودان افغانستان ګوند
فرهنګي کمیسیون
کابل- افغانستان
۱۳۹۴- ۱۰-۳۰
You must log in to post a comment.