د پنجشنبې په ورځ د قوس پر ۲۰ مه د کابل په استقلال لېسه کې د تیاتر په یوه پروګرام کې د یوه ځانمرګي برید له امله زیاتو هنرمنو او هنرمینو مسلمانو وطنوالو ته مرګ- ژوبله واووښته او ودان افغانستان ګوند دغه وحشیانه عمل د ټولو اسلامي، افغاني او انساني ارزښتو ضد بولي او په ډېره سخته ژبه یې غندي.
د استقلال لېسې بشرضد حادثه د هیڅ ډول اصولو په چوکاټ کې د توجیه وړ نه ده؛ دا تر جنایت څو ګامه مخکې وحشت دی؛ د انساني دنیا په تاریخ کې او د وحشتونو په داستانو کې دا ډول پېښې ډېرې لږ پیدا کېږي؛ دغسې فاجعو ته کفر و اسلام ګوته په غاښ پاته دی؛ دغسې لېونتوب د هیڅ مذهب او هیڅ دین وآیین لپاره د منلو نه دی؛ د دغسي خونړیو حوادثو عاملان د الله(ج)، انسان او مسلمان د بخښلو نه دي، دوی به تر قیامته نه خپلو دوزخي موخو ته ورسېږي او نه به د انسانې نړۍ په منځ کې د باوقاره قدم ایښوولو ځای ومومي او دوی به د همېش لپاره د بشري جهان له غېږې رټلي او شړلي وي.
ودان افغانستان ګوند بیا پر ټول افغان انسان د روښانتیا و ویښتیا چیغه وهي، د فکري حرکت فریاد ورته کوي؛ د علمي لوړتیا ږغ پر کوې؛ پر خپل مټ د تکیې وړاندېز ورته کوي؛ د ملي یووالي لپاره عذر و زارۍ ورته کوي؛ د قومي، قبیلوي، ژبنیو، سیمه ییزو او مذهبي، ټيټو او شرمېدلو تمایلاتو څخه د پرهېز ژړا ورته کوي؛ د دوست و دښمن د تفکیک لپاره د بصیرت غوښتنه ځنې کوي او دا ورته وایي چې:
پر موږ د هېچا زړه نه سوځي بلکې زموږ له سوځېدو څخه نور د رڼا او تودوخې کار اخلي، راځئ پر خپلو ځانو خپله زړه وسوځوو.
ودان افغانستان ګوند
مرکزې کومېټه
کابل- افغانستان
۱۳۹۳/۹/۲۰
You must log in to post a comment.