جمعه، 19 اپریل 2024

دوه چنګاښان؛ یو زبردست سیاسي درس

د جمعې په ماښام، چې دا سبا یې د ۱۳۹۵ل، د چنګاښ ۲۶- مه کېده، په ترکیه کې یوه ناکامه پوځې کودتا وشوه؛ د ۱۴۵ ملکیانو په ګډون، ۲۰۸ تنه ووژل شول؛ ۱۴۹۰ کسه ټپیان شول؛ تر کودتا وروسته د حکومت له خوا یوازې د ښوونې و روزنې وزارت ۱۵۲۰۰کارمندان ګوښه شول؛ تر ۱۰۰ جنرالان او ۸۰۰۰ پولیس له دندو ایسته شول؛ له ۲۴ راډیویي و ټلویزیوني شبکو څخه جوازونه واخیستل شول؛ د بي بي سي د راپور له مخې، په مجموع کې د قاضیانو، پوځیانو، پولیسو او ملکي کارکووونکو په شمول، ۴۵۰۰۰ تنه له دندو لیرې یا هم بندي شول؛ او په پای کې درې میاشتنۍ بېړنی حالت اعلان شو.
۴۳ کاله مخکې (۱۳۵۲) ټیک د همدې چنګاښ پر همدې ۲۶- مه، په افغانستان کې هم د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه پر ضد د خپل اکا زوی، محمد داؤد خان له خوا سپینه کامیابه کودتا وشوه.
د ترکیې په کودتا کې، چې ولسمشر په رخصتې وتلی وو، بیرته را وګرځېد، په خپل ټلیفون یې د یوه ویډیویي پیام له لارې پر ولس، د کودتا پر ضد لارو- کوڅو ته د راوتو ږغ وکړ، پیام لکه جادو چې وکړ، ګڼ شمېر خلک د پولیسو تر څنګ، د کودتاچیانو په مخ کې ودرېدل او دا سیکولر ضد بهیر یې ناکام کړ.
اما د داؤدخان په کودتا کې، چې پاچا له هیواده بهر په درملنه پسې تللی وو، پر را و نه ګرځېد، خپل استعفا لیک یې خپل لېوني نازولي ته را واستاوه او ده هم سلطنت په جمهوریت واړاوه.

د دغو دوو کودتاوو پرتله او پایلې:
ښايي له یوې بلې زاویې د ترکیې ناکامه کودتا کامیابه او د داؤد خان کامیابه هغه ناکامه وګڼو؛ په دې مانا چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، له ۲۰۰۳م څخه، پر خپل هیواد، و خپل عدالت و پراختیا ګوند ته، د یو ډول سیکولر استبداد مخه ورکړې ده؛ دغه نیم آسیايي او نیم اروپایي هیواد، که څه هم سیکولر سیاسي نظام لري، د ناڼو غړی دی، په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره همېشه په ځغاستو ستړی دی خو لا د ټول اروپایې معیار دریځ ته نه دی ور پورته شوی، ډموکراسي پکښې حاکمه او ظاهراُ انتخابات کيږي ولي ښاغلي اردوغان او ګوند یې، د مطلقیت ګوتې د ترک ملت پر ستونې ور ښخې کړي او ورځ په ورځ یې لا پر ورکښېکاږي، خپل سیاسي مخالفان په بې رحمۍ سره ځپي، د بیان آزادې یې کلکه تر کرنکه نیولې ده؛ د خپل استبداد د تداوم او خپل مطلقیت د لا حاکمیت په ګټه سختې هڅې کوي چې په اساسي قانون کې تغیر راولي، سیاسي نظام له صدارتي څخه ریاستي ته واړوي او په دې توګه د خپلې ځان غوښتنې په منګولو کې د واک تمرکز رامنځته کړي؛ دا او ځینې نور عوامل، هغه څه دي چې ورو- ورو عامه ناخوښۍ، ټولیز ښورښ او ملي مزاحمت ته زمینې و بهانې برابروي.

که څه هم ځینې تحلیلګر شک ښیي چې دا ګنې یوه مصنوعي کودتا وه او خپله د حاکم چینل له خوا ډیزان شوې وه؛ په دې موخه چې اردوغان ته په پوځ کې د تصفیې پښه خلاصه شي؛ نوموړي مخکې هم د پوځ د کنټرول لاسونه غورځولي ول خو په دغه اندازه چانس یې نه لاره لکه اوس چې په خلاصه پښه ځغاستې پکښې وهي؛ اوس خو یې په قانون کې د اعدام سزا، چې له ۲۰۰۴ څخه لغوه او له ۱۹۸۴ څخه نه وه پلې شوې، د یووار بیا تسجیل جرئت هم کړی، غواړي خپل مخالفان یو په یو د دار و سنګسار برخلیک ته ور برابر کاندي مګر دا به د متمدنې نړۍ، په تېره بیا اروپا لپاره، په هیڅ توګه د منلو نه وي؛ له ترکي پوځیانو سره، پرته له عدالت و محاکمې، د عامو لارو پر سر چې کوم وحشت وشو دا خپله د یوې لویې غوسې و عقدې نمایش وو چې نن وي یا سبا، جمعي شعور او مخالف ذهنیت به یې هیڅکله بې جوابه پرې نږدي؛ له بلې خوا، محترم اردوغان خپل سیاسي مخالفان میکروبونه بللي او په خورا اورنیو احساساتو سره یې ویلي چې دا میکروبونه به له ټولې دولتي دستګاه څخه یو مخ ورکوي؛ له کودتا سره په تړاو یې، په خپلو اولینو څرګندونو کې، خپل لوی سیاسي مخالف فتح الله ګولن، چې د امریکا په پنسلوانیا آیالت کې لکه شړل سوی مېشت دی، د دې کودتا اصلي عامل وباله او له امریکا څخه یې د ور سپارلو غوښتنه وکړه مګر نوموړي دا کودتا غندلې او خپله د موجود حاکمیت توطیه یې بللې ده؛ په دې اړه د افغانستان مخکني د ملي امنیت رئیس امرالله صالح هم یو پوسټ کړی او د پوځي کدتا پنځه ځانګړنې یې ښوولې چې دلته یوه هم نه لیدل کیږي؛ دی لیکي:

  • یو- د کودتا په طرح کې د واک مرکز ته تر ګردو د نژدې (د واټن له مخې) پوځي واحد توافق او ګډون.
  • دوه- د سیاسي، وسلوال، مالي او لابي ملاتړ په موخه، له یوه یا څو بهرنیو قدرتو سره پټ سازش.
  • درې- له عملیاتي اړخه، په برېښنایي او غولوونکي حرکت سره، د واک مرکز، یاني ولسمشرۍ مانۍ نیول او له ولسمشره د پیام رسولو فرصت اخیستل.
  • څلور- مخابراتي شبکې فلجول او په برېښنایي ډول سره د دولتي رسنیو کنټرول.
  • پنځه- د را منځته شوي بدلون په باب یو لنډ خو قوي پیام خپرول او د دولت رئیس و استعفا، بخښنې او….ته اړایستل.
    ترکي مقاماتو په دې کودتا کې د امریکې پر لاس هم شک ښوولی مګر د امریکا بهرني وزیر جان کیري په غوسه سره دا شکونه رد کړې او د ګولن په باب یې د اسنادو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د ترکیې د کودتا له ناکامۍ سره ډېرو تحلیګرو وویل چې نور نو د کودتاوو وخت تېر شوی او دا د هغو مستبدینو او زورواکانو لپاره ښه درس دی چې په وسلوال جبر سره د سیاسي قدرت نیولو تلاښ کوي خو دوی دا هېره کړې ده چې دا دوران یوازې په هغو متمدنو او ډیموکراټو هیوادو کې تېر دی چې ولسواکي پکښې بنسټي شوې او سیاسي واک په رښتینې توګه د ولس په لاس کې دی، په لنډو زمانې فاصلو کې زړې سیاسي څېرې خپل ځای نوو او د نوي زمانې پر سواد او مزاج برابرو سیاسي سړیو او ستراتیژیو ته پرېږدي، داسې نه لکه دا نژدې یوه نیمه لسیزه چې په ترکیه کې همدا یوه د اردوغان څېره اوړي را اوړي، تکراریږي را تکراريږي، د واک ستنې یې ورځ په ورځ ټینګېږي، د ملت او دولت پر غونډ ارګانیزم باندې له یوې ورځې بلې ته تسلط مومي، خپل سیاسي مخالفان نه شي زغملای، هغه ترکان، چې د نوی ترکیې د پلار (مصطفا کمال اتاترک) په برکت د انساني آزادیو په مزه پوه شوي او اروپایي معیار یې درک کړی، نن یې لکه پسونه د خپلې سیاسي لښتې په کنټرول کې اخیستې؛ دا وضعیت د ماډرني و ډموکراټیکي دنیا له سټنډرډه ډېر را ټیټ دی؛ د راویښ شوی ترکي ملت لپاره د دغسې ماډرن اختناق پر ضد، نه د کودتاوو دوران تېر ګڼل کېدای شي او نه هم د ولسي مزاحمت.
یاده کودتا که جعلې وه یا اصلي، ناکامه شوه یا کامیابه؛ خو پایله یې د ډیموکراسۍ او انساني آزادیو لپاره غموونکي وه؛ په ډموکراټه دنیا کې کودتا ځکه زهر ګڼل کیږي چې ولسواکې پکښې ځپل کیږي اما دا چې په ترکیه کې د کودتا په ناکامې سره ډموکراسي و ټکول شوه نو د کودتا له نتیجې سره یې توپیر څه شو؟ دا وهل او ځپل نو داسې نه دي چې خلک به یې برداشتوي او بېرته هېروي بلکې دا به یوه ملي عقده بدليږي، که د سیکولریزم په غېږ کې د اردوغان ډلې د مختنقو تمایلاتو تطبیق دوام ومومي نو که نن و نه شوه، یوه بله ورځ به د ملت جمعي عقده لکه غني شوي یورانیم په واقعي توګه انفجار کوي او دا به نو هغه لوی قیمت وي چې هم به یې مستبدین ور کوي، هم به د ټول ترکي ولس ملا ور ماتوي.

موږ هم د دغه ډول عقدو او کودتاوو ډېري ترخې تجربې لرو او د ناوړو نتایجو په وژونکو زهرو یې همدا اوس هم زموږ ټول ملت مسموم دی؛ په دې باب یو جالب ټکی دا دی؛ محمد داؤد خان له دې سره- سره چې ډېر وطنپرست انسان وو، د وطن له ودانۍ سره یې د جنون تر بریده عشق درلود او که نن په افغانستان کې د کومې لویې پروژې یا مؤسسې نوم اخیستل کيږي نو همدغه د وطن د بې مثاله عاشق مارک ور باندې له ورایه ښکاري، ټیک اردوغان غوندې چې ترکیه یې د نوو برمختیاوو مسیر ته ور برابره کړه؛ خو کله چې همدغه د وطن او خلکو نېکخوا انسان د زور او کودتا له لارې سیاسي واک یرغمل کړ نو همدا پر ارګ او اقتدار د تجاوز ډېر ناوړه فرهنګ یې هم د جمهوریت په نوم بنسټي کړ او په اول ګام کې یې خپله او د خبلې غوندې کورنۍ ککرۍ پکښې وخوړه؛ په کودتا پسې کودتا، به استبداد پسې استبداد او په جنایاتو پسې جنایات وشول؛ مطلقیت په مطلقیت کې ضرب شو، تجاوز له تجاوز سره جمع شو او د ولس حواس و احساس له سیاسي مؤسسې څخه منفي شو؛ نتیجه دا شوه چې تر داؤد خان وروسته، هر واکمن بل ته، تر ځان ګرانه چوکۍ د خپل سر او خپل ولس د ټولې هوساینې و بسیاینې په بیه پرېښوده؛ تر ده وروسته هر د ولسواکۍ پر مسیر راغلی مستبد واکمن په جنایاتو او ملي خیانتو کې تر خپل سلف څو چنده زیات ابتکارات وکړل او د ملي فاجعې په تخلیق کې یې د مخکنې ریکارډ یو په بل پسې مات کړ.
پایله:
د افغانستان او ترکیې د دوو چنګاښانو کودتاوې باید زموږ د ځوان سیاسي نسل لپاره یو روښان او دقیق درس و اوسي؛ له دې پېښو سره عاطفي، احساساتي او ایډیولوژیک- ارماني چلن د حماقت تر برید سادګې ده؛ بلکې د عیني واقعیتو په زمېنه کې بې علمي تحلیل منطقي او ګټورې نتیجې په لاس را کوي؛ عجیبه ده چې زموږ ډېرو نوموتو څېرو هم د ترکیې د کودتا په وړاندې عقیدوي- ایډیولوژیک غبرګونه وښوول، هغه هم په څرګنده توګه په متناقض ډول؛ داسې چې دوی د اردوغان ظاهري بریالیتوب ته ځکه چکچکې وکړي چې هغه ګواکې د یوه اسلامي فکر لرونکی دی، په داسې حال کې چې، نه د هغه له ګوند سره اسلامي مختاړی یا وروستاړی تړلی دی او نه یې خپله زموږ د همدې افراطي سړیو په قول، د عدالت و پراختیا ګوند په منشور کې د اسلامي- شرعي نظام کومه ادعا تسجیل ده، نه یې په ترکیه کې د ډانس، ډسکو، نایټ کلب، بې حجابۍ او بلي په اصطلاح غیر شرعي پديدې مخه نیولې ده؛ تر ټولو هېښوونکې یې لا دا چې د اردوغان واکمنۍ د اتاترک د سیاسي میراث (سیکولریزم) پر بنسټ رنګ و رونق موندلی؛ له بلې خوا پر هغه کس چې د کودتا تور لګوي یانې قتح الله ګولن یو دیني مبلغ او محقق دی، د دین پر اساس یې د خیریه کارو جال په ډېرو اسلامي هیوادو کې خپور دی، چې یوه بېلګه یې په افغانستان کې د افغان- ترک لېسو پروګرامونه دي؛ نوموړی د اردوغان خورا نژدې ملګری وو خو د اقتدار په ویش کې، چې خبره د شخصي ګټو شوه، نو دی یې بهر ته وشاړه او د تروریست ټاپه یې پر ووهله؛ له بده مرغه چې زموږ د وچو احساساتو په باروتو کې سوي لوي ځینې وطنوال دې ډرامو، دې نزاکتو او دې واقعیتو ته منطقي توجه نه کوي او په دې سر نه خلاصوي چې د څه ډول پاراډاکسو د بلا په خوله کې خوشحالۍ کوي.

زموږ ځينې سادګان لکه روبوټونه، د دې پر ځای چې له پېښو او جریاناتو څخه زدکړې وکړي، منطقي نتیجې واخلي، د خپل وطن او خلکو په وړاندې خپل ملي رسالت ادا کاندي، د استحمار او حماقت ښکار ګرځي. دقیق درس دا دی چې کودتا په هر وخت، هر ځای او هر چا له خوا مردوده او یو بشر ضد عمل دی خو د ډیموکراسۍ په نوم د مطلقیت و استبداد د نتیجې کرغېړنتوب هم تر کودتا او زورواکۍ په کمه نه دی.

هلته چې واقعي ډیموکراسي وي نو کودتا ته هیڅ اړتیا نه پیدا کيږي او چې څوک کودتا ته لاس اچوي مانا یې دا ده چې د ډیموکراسۍ لینګي لړزاند دي او چیرې چې کودتا وشوه هلته مخکې هم ډیموکراسۍ نه وه او وروسته خو بېخې نه شي راتلای.

مستبد واکمنان چې څومره هم لکه داؤد خان او اردوغان وطندوست وي، کارګر وي، د وطن د پرمختګ لپاره د سترو انکشافاتو نوښتګر وي خو بیا هم انساني فطرت ور سره جوړ نه راځي؛ یوازنۍ د واکمن او ناواکمن، دولت او ملت د عزت، شرف، پېشرفت او تمدن لار د رښتینې ولسواکۍ لار ده، تر دې ها خوا بله هره لار د دکتاتورۍ ده او دکتاتورې له انساني فطرت سره یوه ناجوړه طریقه ده چې هر وخت به ور سره په ټکر کې وي.

سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيره/دوهم کال/۳۵ مه / پرلپسي ۸۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ سرطان /۳۰/ ۱۳۹۵

خپل آند راسره شريک کړئ